د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اعلان کړی چې په فراه ولایت کې به د بخش اباد خاکي بند عملي کار ژر پیل شي. نوموړي ویلي، دغه پروژه به د سیمې د اوبو کمښت، برېښنا او کرنیزو اړتیاوو د حل لپاره مهم ګام وي.
د طالبانو د رياست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، چې ملا عبدالغني برادر اخوند د فراه ولایت له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره لیدلي او د اوبو کمښت، بیروزګارۍ او د فراه سیند د ستونزو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې برادر اخوند اړوندو وزارتونو او ادارو ته سپارښتنه کړې چې د موجوده امکاناتو له مخې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د طالبانو په وینا، د بخش اباد بند د عملي کېدو ترڅنګ به په فراه کې کرنیزې پروژې هم پېل شي، او هڅې روانې دي چې د وارداتي برېښنا تر څنګ د خصوصي سکتور له لارې د لمریزې برېښنا تولید ته هم زمینه برابره شي.