د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د سې شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې وویل، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره نړۍواله ټولنه باید په متحد ډول هڅې وکړي. هغه زیاته کړه، د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره د افغانستان وضعیت ته باید په نه سترګه ونه کتل شي.
میرضیایف وویل: «د سوله ییز او هوسا ژوند لپاره د افغان ولس له هیلو ملاتړ د نړۍوالو ټولیزې همکارۍ ته اړتیا لري.» هغه زیاته کړه، د دغه هېواد له منزوي کېدو مخنیوی ډېر اهمیت لري.
د ازبکستان ولسمشر اعلان وکړ، هېواد یې هوډ لري چې په افغانستان کې یو شمېر لویې بنسټيزې او اقتصادي پروژې عملي کړي. هغه په دې برخه کې وړاندیز وکړ، چې د افغانستان په خاوره کې د نړۍوال اهمیت لرونکو د ټرانزیټي او انرژۍ لارو د پراختیا په اړه یو ځانګړی پرېکړه لیک تصویب کړي.
ازبکستان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لسګونه اقتصادي پروژې لاسلیک کړي. ازبکستان له طالبانو سره د نږدې اړیکو له لرلو سره سره په افغان خاوره کې د خپلو مخالفو وسله والو د حضور او فعالیتونو په اړه اندېښمن دی.
تاشکند په افغان خاوره کې د داعش خراسان څانګې له فعالیتونو سخت اندېښمن دی، ځکه دغې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو او په ځانګړې توګه ازبکستانیان جذب کړي دي.
طالبانو بیا ویلي، داعش په افغانستان کې ځپل شوی او دمګړی هېڅ ترهګره ډله په دغه هېواد کې نشته.
ازبکستان د خپل متحد روسیې پر خلاف لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.