د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې د ژمي له رارسېدو سره په ختیځ افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له اغېزو زیانمنې ښځې او نجونې لا هم بشري مرستو او ژغورونکو خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې دي. دغې ادارې د ۲،۵ میلیون ډالرو بېړنۍ مالي مرستې غوښتنه هم کړې ده.
یادې ادارې زیاته کړې، چې دا مرستې به دغه ناورین ته له ۶ تر ۱۲ میاشتو بېړنۍ ځواب ووایي او همدارنګه به د بیارغونې پلان پراخ کړي.
د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلان به د ښځو په ګډون د مرستو په بهیر کې د هغوی ونډه زیاته کړي او د ښځو په مشرۍ د سازمانونو په همکارۍ به د اړینو خدمتونو د لاسرسي کچه لوړه کړي. دا مرسته د«اوچا» په همغږۍ د زلزلې ځوابي پلان یوه برخه ده.
په افغانستان کې د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وایي: «د زلزلې سترې څپې تېرې شوي، خو ښځې او نجونې چې اغېزمنې شوې دي، پرته له بېړنیو مرستو له اوږدمهاله ناورین سره مخ دي.»
د اګسټ له ۳۱مې وروسته، کله چې په ختیځ افغانستان کې لومړۍ زلزله وشوه او د هغې وروسته د تېزو ځمک ښورېدنو څپو دوام درلود، د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو اداره او ملګرو یې هڅه کړې، چې ښځې د ګډو ارزونې ټیمونو برخه کړي. د دغو ټیمونو د کار موخه دا ده، چې د ښځو او نجونو تر ټولو بېړنۍ اړتیاوې وپېژندل شي، لکه سرپناه، کالي، خوراکي توکي، نغدي مرستې، روغتیا او د خوندیتوب په ځانګړي ډول د رواني او ټولنیز ملاتړ برخه.
فرګوسن زیاتوي، چې ګڼې ښځې لا هم د سختو ټولنیزو دودونو او د ښځینه بشري کارکوونکو د کموالي له امله د مرستو له لاسرسي بې برخې دي.
د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو اداره دا مهال په کونړ ولایت کې د ښځو په مشرې د سازمانونو په همکارۍ کار کوي، څو د ښځو او نجونو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
په دې مرستو کې کمپلې، جامې او د پخلنځي د وسایلو وېش شامل دي، چې ډېری کورنۍ لا هم په خیمو یا لنډمهاله سرپناه کې ژوند کوي.
د دغه ادارې له خوا ټوله غوښتل شوې مرسته ۲.۵میلیونه ډالر ده، چې د ۳.۵میلیونه ډالرو په ټولیزه کڅوړه کې پاتې خلاء تر پوښښ لاندې راولي. دغه پلان د ۶تر ۱۲میاشتو لپاره جوړ شوی او ۳۰زره کسان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، تر پوښښ لاندې راولي.
سربېره پر دې، ۸۰زره ډالر به د افغان ښځو د ونډې لپاره ځانګړي شي، څو د اړتیاوو د نقشې، ارزونې او د ملګرو ملتونو او غېردولتي ادارو د ظرفیت لوړونې له لارې ډاډ ترلاسه شي چې ښځې او نجونې په خوندي ډول د مرستو تر لاسه کولو ته ورسېږي.