طالبانو د بهرمېشتو افغانانو لپاره د تذکرو بیې ټیټې کړې

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، بهرمېشتو افغانانو ته یې د اسانتیا په موخه د بهرنیو هېوادونو د استوګنې له اسنادو سره سم په حضوري او غیرحضوري بڼه د تذکرو د وېش بیې ټیټې کړې دي. دغه اداره وایي چې دا کار د دې ډلې د ریاست الوزرا د حکم پر اساس ترسره شوی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې ټول بهرمېشتي له دې وروسته د بهرنیو هېوادونو د استوګنې له اسنادو سره سم خپلې تذکرې ترلاسه کولی شي.

دغه اداره وایي، هغه بهرمېشتي هېوادوال چې په حضوري بڼه دې ادارې ته مراجعه کوي، په هېواد کې د مېشتو نورو افغانانو په څېر ترې فیس اخیستل کېږي. خو هغه افغانان چې په غیرحضوري بڼه غواړي کاغذي تذکرې ترلاسه کړي او په ګاونډیو، د منځنۍ اسیا، هند او ترکیې هېوادونو کې استوګنه لري، له دې وروسته د ۲۰۰ امریکايي ډالرو پر ځای ۵۰ ډالره،هغه افغانان چې په غیرحضوري بڼه غواړي کاغذي تذکرې ترلاسه کړي او په روسیه، عربي او افریقايي هېوادونو کې استوګنه لري د ۲۰۰ ډالرو پر ځای ۷۰ ډالره ترې اخیستل کیږي.

همدا رازهغه افغانان چې په امریکا متحده ایالتونو، کاناډا، اسټرالیا او اروپايي هېوادونو کې استوګنه لري د ۲۰۰ ډالرو پر ځای به له دې وروسته د۱۵۰ ډالرو په بدل کې په غیرحضوري بڼه کاغذي تذکرې ورته وېشل کېږي.

په دې کې کاغذي او الکترونیکي تذکرې دواړې شاملې دي.

دغه اداره ټینګار کوي، هڅه کوي چې افغانانو ته د اړوندو خدمتونو په وړاندې کولو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نور خبرونه

رادیو