په هرات کې د ۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې ۱۰ نوې تولیدي فابرېکې پرانېستل شوې

AP ۱۴۰۴ تله ۱

د طالبانو د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وايي په دغه ولایت کې د څه دپاسه ۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره ۱۰ نوې تولیدي فابریکې پرانېستل شوې.

یاده اداره وايي، د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو سره د هرات صنعتي ښار کې د فعالو فابریکو شمېر له ۱۲۰ څخه تر ۱۱۷۰ پورې لوړ شوی دی.

د طالبانو د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر نن سې شنبه د تلې لومړۍ نېټه وویل، چې د ۱۰ نویو تولیدي شرکتونو د فعالیت د پیل پرانیستغونډه د طالبانو د هرات والي اسلام‌جار د صنعت او سوداګرۍ وزارت معیین مولوي احمدالله زاهد، دولتي چارواکو، سوداګرو او صنعت‌کارانو په حضور کې وشوه.

په نویو تولیدی شرکتونو کې ددرمل جوړولو فابریکه، د طبی وسایلو تولیدي شرکت، د غوښې او خوراکي موادو شرکت، د غذایي توکو صنایع، د اوړو تولید شرکت، د وړینې ښیښې تولید شرکت او چودن جوړونې شرکت شامل دي، چې د ټولو ارزښت له ۶۰ میلیونه ډالرو ډېر دی او د هرات په صنعتي پارک کې یې فعالیت پیل کړی دی.

د طالبانو د هرات والي ویلي:«د هرات د صنعت‌کارانو پرله‌پسې پرمختګ نه‌ یواځې په دغه ولایت، بلکې په ټول هېواد کې محسوس دی او هره ورځ د امنیت تر سیوري لاندې، د هرات نوم د صنعت او اقتصاد په برخه کې لا نور ځلوي»

نور خبرونه

رادیو