د ملګرو ملتونو سرمنشي ددغه سازمان عمومي غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د ملګرو ملتونو اصول تر برید لاندې دي او په حاکمیت لرونکو هېوادونو او ښارونو بریدونه او بمباري کیږي او لوږه پراخیږي. ګوترش وايي، «دا ټول دا پوښتنه را پورته کوي، چې د زورواکۍ نړۍ ولرو، یا د همکارۍ او برابرۍ».
هغه وویل، چې « دا سازمان تر مجلس ډېر څه دي، نړیوال قانون، پرمختګ او ستونزو د حل لپاره دی، بشري حقونو د خوندیتابه لپاره دی. خپل شاوخوا ته وګورئ چې د ملګرو ملتونو اصول تر برید لاندې دي».
نوموړي وویل، چې دا ټول دا پوښتنه را پورته کوي، چې د زورواکۍ نړۍ ولرو، یا د همکارۍ او برابرۍ.
هغه زیاته کړه، « زموږ نړۍ څو قطبي کیږي او دا مثبت دی، خو څو قطبي کېدل چې څو اړخیزې لارې خپلې کړي، خطرناک دي. لومړنۍ جګړه په څو قطبي نړۍ کې رامنځته شوه».
هغه د غزې بریدونه او د حماس بریدونه هم وغندل او ویې ویل، چې د غزې کلابندي د توجیه وړ نه ده او اسراییل باید شاته شي.
هغه د اسراییل او فلسطین د ستونزې د حل لپاره د دوه هېواد حل پر رامنځته کېدو ټنیګار وکړ.