په ننګرهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د چین سرپرست سفیر د دغه ولایت لپاره د طالبانو له والي سره وکتل او هغه ته یې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۵۰ زره ډالر وسپارل. دغه ډول به نن د چین سفارت چارواکي په کونړ کې هم پر زلزله ځپلو ۱۰۰زره ډالر ووېشي.
د طالبانو په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې باهو شوهوی د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې. په خبرپاڼه کې د ښاغلي باو شو هوی له حوالې راغلي، چې د چين خلک به تل د افغان ملت ترڅنګ ولاړ وي.
هغه ویلي، چې تر دې مخکې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو لپاره په خوراکي او غيرخوراکي توکو بار شپږ جوپې مرستې چې ټولټال ۶۰۰ ټنه کېږي؛ د افغانستان ختیځ ته رسېدلې دي.