امرالله صالح وايي د خیبر پښتونخوا برید د پاکستان د وېش پیل دی

۴ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام د لسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د خیبر پښتونخوا برید د پاکستان د بالکاني کېدو یا وېش پیل دی.

صالح وايي، دی ډاډه نه دی، چې د پاکستان اصلي اردو او انګریزي ژیرسنیو دې ددغه برید په اړه رپوټ خپور کړی وي.

امرالله صالح پر ایکس لیکلي، چې د پاکستان هوايي ځواک په خیبر پښتونخوا کې د ملکي خلکو پر کورونو بمونه غورځولي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۲۳ ملکي وګړي وژلي دي.

هغه پوښتنه کړې: «ایا فکر کوئ که په پنجاب کې ۲۳ ملکي کسان وژل کېدلای، څه به پېښ وای؟»

صالح ټینګار کړی، چې د پخوانيو قبایلي سیمو خلک تل د پاکستان د سیاست د قربانۍ برخه ګرځول شوي او ان د دغه هېواد اصلي رسنۍ هم ورته پوره پام نه کوي.

د ده په وینا، دا ډول کړنې د پاکستان د بالکاني کېدو یا وېش او ټوټې کېدو پیل ښيي.

نوموړي زیاته کړې: «طالبان، که د افغانستان دي او که د پاکستان، د اسلام‌اباد جوړ شوي زهر دي، پوځ یې هم حل لري، خو دا حل د ایف ۱۶ الوتکو له لارې د ملکي خلکو وژل نه دي.»

پخواني مرستیال ولسمشر څرګنده کړې، چې د پاکستان اوسنی دفاع وزیر باید د خپلو پخوانیو څرګندونو له امله، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د طالبانو او ترهګرۍ ستاینه کړې وه، له افغانانو بښنه وغواړي.

نور خبرونه

رادیو