په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د «اسلامي هوساینې» په نوم یوه مرستندویه موسسه د دغه ولایت تر څنګ د کونړ زلزله ځپلو ته د سرپناوو جوړولو پروګرام پیلوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پرورګام Shelter Box په مالي ملاتړ پیلېږي چې په بېړنۍ توګه به زیانمنو کورنیو ته سرپناوې جوړې کړي. د طالبانو د اقتصاد ځايي رییس مولوي عطاالرحمن فاتح د یادې موسسې له مسوولینو غوښتي، چې په خپلو چارو کې روڼتیا او کېفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د (اګسټ په ۳۱مه) نېټه د شپې ناوخته د افغانستان په ختیځ کې زلزلې زرګونه کورنۍ زیانمنې کړې، چې تر ټولو ستر زیان یې د کونړ په مزار او دېوه ګل درو کې خلکو ته واړولو. د رسمي شمېرو له مخې؛ یوازې په دغه سیمه کې د یادې زلزلې له امله ۲۲۵۰نه ډېر کسان مړه او نږدې ۴زره نور ټپیان شول.
همدا راز سلګونه کورونه ونړېدل او څاروي هم په کې لهمنځه تللي دي. که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍوالو موسسو او سوداګرو دغه زلزله ځپلو سره د پراخو مرستو د ترسره کولو یادونه وکړه؛ خو له سیمې معلومات څرګندوي چې لا هم د سرپناه په برخه کې ځايي اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.
لا هم دغه زیانمنې کورنۍ دایمي سرپناه نهلري او خپل کورونه یې له خاورو سره خاورې شوي دي. یو شمېر نړۍوالو سازمونونو دوی ته د کورونو جوړلو هم ویلي؛ خو تر اوسه هېڅ کومې ادارې په رسمي توګه دغه بهیر نهدی پیل کړی.