د «الاماره» په نوم وېبپاڼه چې د طالبانو یوه له رسمي رسنیو ده، د بګرام د بیا ځلي تصرف په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي، دغه ډول څرګندونې «د افغانستان پر ملي حاکمیت یرغل او د افغانستان د خلکو احساساتو ته سپکاوی» ګڼل کېږي.
په دغه غبرګون کې د امیرخان متقي پخوانیو ویناوو ته په اشارې سره چې ویلي یې و: «د بهرنیو ځواکونو په هر نوم چې وي او په ځانګړې توګه بګرام ته بیا راستنېدنه، د افغانستان پر خپلواکۍ ښکاره تېری دی.»
«الاماره» زیاته کړې، بګرام د افغانانو لپاره د «اشغال نښه» ده او د بېرته ستنېدنې په تړاو یې بحث هم «ملي احساساتو ته له بې احترامۍ پرته بل څه» نه دي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان نننی لومړیتوب «سوله، اقتصادي وده او د خلکو هوساینه» ده او که نړۍواله ټولنه د رغنده تعامل غوښتونکې وي، نو د نظامي حضور د طرحې پر ځای باید په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د همکاریو لارې چارې جوړې کړي.
د طالبانو دغې وېبپاڼې د دغې لیکنې په پای کې ویلي: «افغان خاوره به د هېڅ زبر ځواک د نظامي حضور کوربه نشي.»
دغه غبرګون په داسې حال کې دی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ همدا څو ورځې مخکې څو ځلي د بګرام د بېرته نیونې په تړاو څرګندونې کړي او دغه اډه یې چین ته د نږدې والي له امله د امریکا لپاره ستراتیژیک موقعیت بللی دی. د ټرمپ دغو څرګندونو له طالبانو سربېره د چین غبرګون هم راپارولی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو په تړاو د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې بېجینګ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري او د بګرام هوايي اډې د کارونې یا بیا نیولو پرېکړه یوازې د افغانانو حق دی.