د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د فایننشل ټایمز وروستی راپور رد کړ، چې دا ډله د روسیې، چین، امریکا او اروپا له استخباراتو سره په تماس کې ده.
یادې ورځپاڼې د عبدالمتین قانع له قوله راپور ورکړی و، چې طالبان د وسله والو پر ضد د عملیاتو لپاره له یادو هیوادونو سره په اړیکه کې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین نن یکشنبه د (وږي ۳۰مه) په خپل اېکس کې ولیکل چې هغه هیڅکله داسې څرګندونې نه دي کړې او نه هم د دې ډلې کومې رسمي سرچینې داسې څرګندونې کړې دي.
قانع د داسې راپورونو خپرول «د رسنیو دسیسه» او د ډلې په وړاندې د پروپاګندا جګړې یوه برخه وبلله او ویې ویل چې د داسې راپورونو خپرولو هدف د خلکو باور او د هیواد "سیاسي خپلواکي" کمزوري کول دي.
فایننشل ټایمز مخکې د قانع له قوله ویلي و چې دا ډله د وسله والو ډلو پر وړاندې د خپلو عملیاتو د یوې برخې په توګه د روسیې، چین، متحده ایالاتو او اروپا له دفاعي او استخباراتي ادارو سره په تماس کې وه.
برېتانوي ورځپاڼې دا راپور هم ورکړی و، چې د اروپایي هیوادونو په پالیسیو کې بدلون په داسې وخت کې راځي چې له داعش سره د طالبانو د مقابلې له امله له دې ډلې سره د روسیې او متحده ایالاتو اړیکې زیاتې شوې دي.
په دې وروستیو کې د جرمني او اتریش په ګډون یو شمیر اروپایي هیوادونو په رسمي ډول له طالبانو سره د خپلو تخنیکي اړیکو په اړه خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې د دې تعاملاتو هدف د مجرمو او غیرقانوني افغان کډوالو بیرته هېواد ته لېږل دي.