ایران تر اوږده بندیز وروسته په قانوني ډول دغه هېواد کې د کوکنارو کښت ته اجازه ورکړه

۲ ساعتونه مخکې

فایننشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې ایران په قانوني ډول د کوکنارو کښت ته اجازه ورکړه. د راپور له‌‌مخې، دا تاریاک به په درملو کې استعمالېږي او د ناقانونه کارونې مخه به یې نیول کېږي. په راپور کې ویل شوي، ایران دا کار ځکه کوي چې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه.

فایننشل ټایمز لیکلي، ایران د هغو درملو جوړلو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی چې تاریاک په‌کې کارېږي او پخوا دا تاریاک له افغانستان څخه ایران ته قاچاق کېدل، خو اوس طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند کړی دی.

د راپور له مخې، ایران تر څو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره غواړي د درملو جوړولو لپاره په قانوني ډول د کوکنارو کښت ته اجازه ورکړي.

فایننشل ټایمز د ایراني چارواکو له خولې لیکلي، که په ایران کې په قانوني ډول او کنټرول شوې بڼه تاریاک تولید نه کړي او له بل هېواد څخه یې هم وارد نه کړي، هېواد به یې د مورفین، کوډین او پیتیدین په ډول مهمو درملو له کمښت سره مخ شي.

په راپور کې راغلي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د کوکنارو کښت فرمان لاسلیک کړی او په فرمان کې دا قید هم ورسره یاد شوی چې دا کښت به تنظیم او کنټرول وي.

کارپوهان وايي چې ایران د دې درملو جوړلو لپاره په کال کې ۵ سوه ټنه تاریاکو ته اړتیا لري او له نورو هېوادونو څخه د تاریاکو واردول هم ایران ته ډېرې ستونزې پېښوي.

فایننشل ټامیز لیکي چې تهران به د کوکنارو د کښت لپاره د ملګرو ملتونو نشه‌يي توکو د کنټرول نړیوال بورډ څخه هم اجازه واخلي.

د ایران د نشه‌يي موادو د کنټرول پخواني مشر سعید صفاتیان په وینا، د ایران هوا د کوکنارو د کښت لپاره ډېره مناسبه دهاو لږ اوبه غواړي.

د فایننشل ټایمز په حواله، ایران په ۲۰۱۵ کال کې۴.۴ میلیونه معتادین درلودل، چې چا په منظم ډول او چا بیا د تفریح لپاره نشه يي مواد استعمالول.

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب وروسته د کوکنارو کښت منع شو. تر دې بندیز وروسته د افغانستان تاریاک لومړی ایران او بیا له هغه ځایه منځني ختیځ او اروپايي هېوادونو ته قاچاق کېدل.

نور خبرونه

رادیو