مولوي نورالدین اغا وايي په کابل کې تر بل هر وخت بې‌وزلي ډېره شوې

۲ ساعتونه مخکې

د بلوچستان مشهور دیني عالم مولوي نورالدین اغا د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته د سفر د خاطرو په لړ کې تازه ویلي چې په کابل کې تر بل هر وخت بې‌وزلي ډېره شوې ده. نوموړی کندهار ته هم تللی او په پام کې وه چې هتله په یوه جامع جومات کې خلکو ته خبرې وکړي، خو طالبانو یې مخه ونیوله.

د کوټې ښار کندهارۍ جامع مسجد امام مولوي نورالدین اغا په وروستیو کې د کابل په ګډون د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تللی و. اوس یې تازه په یوه ویډیويي مرکه کې ویلي چې دی پخوا هم کابل ته تللی و، خو دومره بېوزلي یې نه وه لیدلې. دی وايي دومره بې‌وزلي لکه بېوزلۍ چې خپل ټول زور پر کابل ختم کړی وي.

نورالدین اغا په دې مرکه کې د کندهار د خلکو د مېلمه‌پالنې کورودانی وايي. کندهار ته د هغه د سفر پر مهال په پام کې وه، چې هلته په یوه جامع جومات کې خلکو ته وینا وکړي، خو طالبانو اجازه نه وه ورکړې.

نورالدین اغا له دې امله ډېر مشهور او ویناوي یې خلک خوښوي چې د منبر له لارې د افغانستان د ملي مشرانو لکه غازي امان الله خان ننګه کوي، په پاکستان کې پر پښتنو باندې د ظلم په اړه غبرګون ښيي او د منظور پښتین د مبارزو ننګه یې هم کړې ده. د هغه د مشهور کېدو یو لامل دا دی چې د پښتنو ورځنۍ ستونزې په ساده ژبه بیانوي.

مولوي نورالدین اغا څه موده مخکې په یوه مرکه کې ویلي و چې د جاوید امرخېل سندرې یې خوښېږي، خو په دې خبره نورو ملایانو غبرګون ښودلی و.

نور خبرونه

رادیو