مرستندویه بنسټونه: د افغانستان په زلزله‌ځپلو سیمو کې ماشومان خوارځواکي شوي

۳ ساعتونه مخکې

الجزیره خبري شبکې په یوه راپور کې لیکلي چې له پاکستان او ایران نه هغه شړل شوي افغانان د وروستۍ زلزلې سیمو ته ورغلي، نور هم بې‌وزله او بې‌کوره شوي دي. مرستندویه ادارې خبر ورکوي چې د زلزله‌ځپلو سیمو په ماشومانو کې خوارځواکي ډېره شوې ده.

څلور میاشتې وړاندې نواب‌الدین په پاکستان کې تر ۸ کلنې کډوالۍ وروسته د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې خپل کلي وادیر ته ستون شو. د هغه کور زلزلې وران کړی او اوس په خپله زراعتي ځمکه کې په یوه خېمه کې ژوند تېروي.

۵۵ کلن نواب‌الدین وویل: «زموږ کورونه زاړه وو، ټول د غرونو تر کاڼو لاندې او ویجاړ شول، موږ اوس په خېمو کې ژوند کوو.» هغه وايي چې په پاکستان کې څه پیدا کړي او له ځانه سره وطن ته راوړي وو، ټول یې له لاسه ورکړل.

دې کلي ته نژدې په برابټ کلي کې ۵۸ کلن سعادت خان په کنډواله کې ژوند کوي. هغه هم له له پاکستان څخه راستون شوی او په کرايي کور کې اوسېده، خو زلزلې د هغه کرايي کور هم ویجاړ کړ.

هغه وویل: «موږ نه پوهېږو، چې راتلونکی وخت ډوډۍ به له کومه راشي او څوک به یې راکړي؟ ما له چارواکو وغوښتل، چې یوه خیمه راکړي، خو هغوی را نه کړه، بیا مې کاکا په خپلو کور کې یوه کوټه راکړه، اوس هلته اوسېږم.»

مرستندویه سازمانونو په زلزله‌ځپلو سیمو کې د خوارځواکۍ د ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د اسلامي ریلیف ادارې ساحوي روغتون ډاکټرې فریدې ساپۍ وویل: «ډېری زیانمن شوي خلک کافي خواړه نه لري.»

ساپۍ زیاته کړه: «موږ د ماشومانو د خوارځواکۍ ډېرې پېښې لیدلي دي، د ډېرو داسې ماشومانو درملنه مو کړې چې په خوارځواکۍ اخته وو.»

د کونړ لپاره د طالبانو والي مولوي قدرت‌الله وویل چې دوی په خاص کونړ ولسوالۍ کې خلکو ته د ۳۸۲ کورونو جوړولو ځمکو ورکولو پلان لري، خو دا لا څرګنده نه ده، چې دا ځمکې به کله ورکړل شي.

د دې ټولو سره سره د نواب‌الدین او نورو بې‌وزلو خلکو برخه لیک لا نه دی معلوم. هغه وویل: «زه نه پوهېږم چې حکومت [طالبان] به زموږ سره د کور جوړولو په برخه کې مرسته وکړي که نه.»

هغه زیاته کړه «زه وېره لرم چې موږ به تر ډېره وخته په همدې خېمو کې پاتې شو، ځکه چې کمزوري زلزلې مو اوس هم خیمې ښوروي.»

نور خبرونه

رادیو