طالبان وايي مالیزیا په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه

۲ ساعتونه مخکې

په مالیزیا کې د طالبانو سفارت ویلي چې د دغې ډلې سرپرست سفیر د مالیزیا د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه وکړه. د طالبانو په ویتا، په دې لیدنه کې پر دوه‌‌اړخیزو، سیاسي، اقتصادي او سوداگریزو اړیکو بحث وشو.

په مالیزیا کې د طالبانو سفارت پرون (شنبه) په یوه بیان کې لیکلي چې د یادې ډلې سرپرست سفیر نقیب‌الله احمدي د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي داتو سري محمد حسن سره وکتل.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د وروستیو زلزله‌ځپلو خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې له هغوی سره مرستې به افغانستان ته په ډاډمنه توګه ورسېږي.

مالیزیا تر دې مخکې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو لپاره د ژغورنې یو ټیم استولی و.

نور خبرونه

رادیو