برېټانوۍ ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر کېیر سټارمر به نن (یکشنبه) د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین د رسمیتپېژندنې رسمي اعلان وکړي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې برېټانیا د غزې د ناورین په تړاو اسراییل ته ځینې شرطونه وړاندې کړل.
د یادې وځپاڼې د راپور لهمخې، ټاکل شوې سټارمر نن په خپل اعلان کې ووایي چې د غزې د تېرو اوونیو بشري ناورین ته په کتو یې دا مهمه پرېکړه کړې.