د بشري حقونو فعالان: په افغانستان کې د سولې په نوم پټه جګړه روانه ده

۴ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې اوس هم «مرموزه او غلې جګړه روانه ده، خلک پټ وژل کېږي او افغانستان د یوې ترهګرې ډلې په واک کې دی.»

په اعلامیه کې چې د یک‌شنبې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې افغانان د طالبانو تر واک لاندې له وېرې، بې‌عدالتیو، محرومیت او بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د بشري حقونو فعالانو د اعلامیې له‌مخې، ښځې او نجونې له زده‌کړې او کار نه بې برخې شوي، د بیان ازادي غلې شوې، قومي مشران، مدني فعالان او خبریالان د طالبانو په زندانونو کې شکنجه کېږي او یا له هېواد نه وتلو ته اړ ایستل کېږي.

د مدني فعالانو ټولنه وايي، چې ځوانان او علمي کادرونه، چې باید د هېواد راتلونکې جوړونکي وای، نن په یوه ګولۍ ډوډۍ پسې سرګردانه او لالهانده ګرځي. د دې ټولنې په وینا، د هېواد اوسنی انځور نه یوازې دا چې سوله نه ده، بلکې د یوه دوامدار جنګ کیسه کوي.

نور خبرونه

رادیو