د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي په یوه غږیز پیغام کې د دغه وزارت محتسبینو ته وايي: «شکر وباسئ چې موږ د دښمنانو په تور لیست کې راوستلي یو او بندیزونه یې راباندې لګولي دي.»
هغه خپلو محتسینو ته په خطاب کې زیاته کړې چې پر افغانستان د بندیزونو لګولو او په تور لیست کې د طالبانو راوستلو په اړه دې اندېښنه نهکوي، بلکې شکر دې وباسي چې «دښمن یادې ډلې ته د دښمن په سترګه ګوري.»
حنفي د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «خدای ته دعا وکړئ چې له تور لیست څخه مو و نهباسي.» د خالد په وینا، د ده باور دا دی چې نن به وي سبا به نه وي.
خالد حنفي داسې مهال د نړیوالو بندیزونو او تور لیست په اړه شکر باسي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، ویاندویان، ډېپلوماټان او پلویان یې په پرلهپسې ډول له نړۍوالو غواړي چې د هغوی مشران له تور لست څخه وباسي، لګېدلي بندیزونه ځنې لیري کړي او په رسمیت یې وپېژني.