د طالبانو ویاند وايي، چې که د پاکستان لومړی وزیر او چارواکي له ګواښونکې ژبې څخه کار واخلي، نو دا ډله نشي کولی پاکستاني طالبان اصلاح یا د دوی د بریدونو د بندولو مخه ونیسي.
مجاهد پر پاکستاني چارواکو تور ولګاوه چې د "جګړې غوښتونکې" ژبې په کارولو یې د اړیکو فضا خرابه کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستاني چارواکو ته وویل:«مخکې لدې چې موږ په رسنیو کې خبرې وکړو، فضا خرابه کړو یا پوځي اقدام وکړو، باید یوه معقوله حل لاره وموندل شي.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د پاکستان د امنیتي مطالعاتو مرکز ته وویل، د کابل او اسلام اباد ترمنځ باید باور رامینځته شي.
دا څرګندونې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته له هغه وشوې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغان طالبانو سره د اړیکو پرې کولو ګواښ وکړ.
شریف طالباو ته ویلي و چې د پاکستان او پاکستاني طالبانو ترمنځ باید یو انتخاب کړي.
هغه زیاته کړه، چې طالبان نشي کولی په ورته وخت کې د هغو وسلهوالو کوربهتوب وکړي چې د دوی ګاونډیان بې ثباته کوي او بیا له اسلاماباد سره د عادي اړیکو تمه هم ولري.
ذبیح الله مجاهد په ځواب کې وویل چې موږ له اوسني وضعیت څخه راضي نه یوو ځکه چې دواړه خواوې د یو بل په وړاندې رسنیز تبلیغات کوي او پاکستاني چارواکي د ګواښونکو کلمو څخه کار اخلي او د طالبانو په وړاندې خبرداری ورکوي.
مجاهد ټینګار وکړ، چې ګواښونکي بیانونه هېڅ ګټه نلري او پاکستاني چارواکي باید د ګواښونو پرځای په پاکستان کې د مرګونو بریدونو مخه ونیسي.
هغه زیاته کړه په پاکستان کې امنیتي پیښې د هېواد داخلي مسله ده او د پاکستان امنیتي ځواکونه د هېواد د ښارونو د امنیت ډاډمن کولو مسوولیت لري.
اسلاماباد پر افغان طالبانو تور لګوي، چې د پاکستاني طالبانو مشرانو ته پټنځایونه ورکوي او له افغان خاورې څخه په پاکستان کې وژونکي بریدونه تنظیموي، دا هغه تور دی چې افغان طالبانو تل رد کړی دی.
تازه، پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې پر جعفر اېکسپریس اورګاډي د برېد تنظیمونکی په افغانستان کې وژل شوی دی. جیو نیوز ویلي چې وژل شوی کس ګل الرحمن نومېده، خو د وژل کېدو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
تر دې دمه افغان طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.