پاکستان: هند د ولسمشر ټرمپ څرګندونې تحريف کړي او د اټومي تاسیساتو ناسم انځور وړاندې کوي

۹ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ویلي، هند د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اټومي ازمېښتونو اړوند څرګندونې تحريف کړي او د پاکستان د اټومي تاريخ په اړه ناسم تصوير وړاندې کوي.

د امریکا ولسمشر ویلي، پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې لا هم د اټومي وسلو ازمېښتونه ترسره کوي.

هغه دا څرګندونې د خپل هندي سیال د څرګندونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

هغه وویل، د پاکستان وروستۍ اټومي ازمېښتونه د ۱۹۹۸کال په مې مياشت کې ترسره شوي او د نورو اټومي ازمېښتونو د نه ترسره کولو په اړه د پاکستان دريځ ثابت او څرګند دی.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د هغو پرېکړو ملاتړ کوي، چې د اټومي ازمېښتونو پر بشپړ نه ترسره کولو ټينګار لري، خو د هند له‌خوا د دغو پرېکړو نه منل د نوي ډيلي د مشکوک نیت څرګندویه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام (د لړم ۱۶مه) په همدې تړاو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان اټومي پروګرام د يوه پياوړي او خوندي قوماندې جوړښت تر سيوري لاندې خوندي دی، د کنټرول اغېزناک نظام لري او همدارازنړۍوالو اټومي اصولو ته ژمن دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د پټو او ناقانونه اټومي فعالیتونو تورونه بې‌بنسټه او د هند د ناسمو تبلیغاتو د کمپاین یوه برخه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال، نن (جمعه د لړم ۱۶مه) د خپل اونیز خبري کنفرانس پر مهال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په تړاو چې ګواکې پاکستان لا هم اټومي ازمېښتونه کوي وویل: «د پاکستان پټ او ناقانونه اټومي فعالیتونه د هغه د اوږده تاریخ یوه برخه ده، چې له لسیزو راهیسې د قاچاق، د صادراتو د کنټرول د اصولو د ماتولو، پټو همکاریو، د اې‌کيو خان (A.Q. Khan) شبکې د دوام پر بنسټ ولاړ دی.»

د رندیر جیسوال په وینا، هند تل هڅه کړې چې د پاکستان دې ډول کړنو ته د نړۍوالو پامواړوي او زیاته کړې یې ده: «موږ د ولسمشر ټرمپ د هغو څرګندونو يادونه کړې چې د پاکستان د اټومي ازمېښتونو په اړه يې کړې دي.»

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د نومبر په ۳مه له یوې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، چې پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اټومي وسلو ازمېښتونه ترسره کوي.
نوموړي ادعا وکړه، چې روسیه، چین، شمالي کوریا او پاکستان لا هم د اټومي وسلو ازمېښتونه ترسره کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت بیا د هند د اټومي پروګرام امنيت «د اندېښنې» وړ بللی او ويلي يې دي، چې په تېرو څو لسيزو کې د اټومي موادو د غلا او ناقانونه سوداګرۍ ګڼې پېښې ثبت شوي، چې د هند د اټومي تاسيساتو د خونديتوب د جدي کمزوریو ښکارندويي کوي.

نور خبرونه

رادیو