پاکستان ته د هدایت الله هدایت ګواښ: که جګړه پیل شي نو دا به د پاکستان وروستۍ جګړه وي

۸ ساعتونه مخکې

پاکستان ته د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر له ګواښ وروسته د دې ډلې د ملي راډیو ټلویزیون مرستیال هدایت‌الله هدایت هم پاکستان ګواښلی دی. هغه ویلي، که جګړه پیل شي نو د پاکستان وروستۍ جګړه به وي.

هدایت‌الله هدایت د جمعې په ماښام (د لړم ۱۶مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې پاکستان نه مذاکرات او نه هم درېیم ګړی مني او پر ځای یې د جګړې او ګواښونو خبرې کوي.

هدایت وایي، داسې ښکاري چې پاکستان له طالبانو سره د جګړې لپاره کومه «غوړه» پروژه اخیستې.

هغې ویلي: «ښکاري چې کومه غوړه پروژه یې اخيستې او هدف به یې دا وي چې څه وخت به یې مخ ته یوسم کله پروژه نهایې کېدو ته ورسېده اوربند به یې کړم.»

نوموړي پاکستان ګواښلی او ویلې دي، که چیرې جګړه پیل شي نو دا به د پاکستان وروستۍ جګړه وي.

هغه زیاته کړې: «مونږ وایو الله دې جنګ نه پیلوي که پیل شو نو ستاسو اخیري به وي ان شاءالله.»

هدایت الله هدایت دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې نن د لړم ۱۶مه په ترکیه کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې بې له کومې پایلې ځنډول شوې دي.

د مذاکراتو د لومړۍ او دویم پړاوپرتله طالبان په درېیم پړاو کې خپله حوصله له لاسه ورکړې او د پاکستان په څېر یې لهجه بدله او ګواښوونکې شوې ده.همدا نن هم د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحدنوچارو وزیر د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ته په ګواښمنه ژبه په یوې غونډې کې ویلي، چې امریکا او روسیه له افغانستان څخه ډېر لرې وو، خو افغانستان له پاکستان سره په ځمکه وصل دی. هغه زیاته کړې: «ته په دې باور لرې چې سپین ږیري او ځوانان به درپسې دروځي.»

هغه خواجه اصف ته خطاب کې زیاته کړه: «ستا رواني حالت بد ښکاري، مریض یې، خپل رواني حالت کابو کړه.» نوموړي زياته کړې، چې د هند او بنګله‌دېش پر وړاندې د پاکستان او د امریکا، روس او بریتانیا پر وړاندې د افغانستان تاریخ معلوم دی.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان له طالبانو سره د مذاکراتو له پیلېدو سره سم، د طالبانو پر وړاندې تُنده ژبه کاروي او لا هم طالبان ګواښي.

نور خبرونه

رادیو