خواجه اصف: زموږ تش لاس راستنېدل دا ثابتوي چې ان منځګړي هم نور له افغانستانه ناهیلي دي

۱۰ ساعتونه مخکې

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، دا مهال د ترکیې په استانبول کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې په بشپړ ډول بندې دي او په وینا یې، د خبرو اترو بل پړاو نشته. طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) ویلي، چې په استانبول کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې اترې دمګړۍ په بشپړ ډول بندې شوي او د خبرو بل پړاو نشته.

هغه زیاته کړې: «زموږ تش لاس ستنېدل، دا ثابتوي، چې اوس منځګړي هم له افغانستان څخه ناهیلي دي.»

د هغه په خبره، د افغان پلاوي غوښتنه داده، چې پر خبرو یې باید باور وشي په داسې حال کې چې د نړۍوالو خبرو جریان په لیکلې بڼه ترسره کیږي.

هغه زياتوي، چې افغان پلاوی په خبرو کې زموږ له دریځ سره موافق دی، خو د لیکلو او ضمانت لپاره چمتو نه دی.

خواجه اصف ویلي، چې اوس خبرې پایته رسېدلي او منځګړي هم له خپلو هڅو په شا شوي دي.

هغه ویلي: «اوس خبرې اترې پایته رسېدلې دي، منځګړي هم له هڅو تېر شوي دي. که هغوی ته لږه هیله هم پاتې وای، نو موږ ته به یې ویلي وای چې تم شئ. که منځګړي موږ ته ویلي وای چې لا هیله شته، موږ به تم شوي وای.»

د پاکستان دفاع وزیر زیاتوي، که د افغانستان له خاورې پر پاکستان برید وشي، نو اسلام اباد به د هغه مطابق غبرګون وښيي.

هغه زیاته کړې: «که د افغانستان له خاورې هېڅ ډول برید و نه شي، نو زموږ لپاره به اوربند برقرار وي. خو کله چې د افغانستان له اړخه د اوربند سرغړونه وشي، موږ به پرې موثر او سخت غبرګون وښیو.»

نوموړي همداراز د برید نه کولو هیله ښودلې ده.

پرون د پاکستان او د افغان طالبانو ترمنځ په استانبول کې د خبرو اترو درېیم پړاو پیل شو، خو د اوس لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ دغه خبرې درېدلي او دواړو لورو یو ډول تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې او په رسنیو کې یو بل ګواښي.

نور خبرونه

رادیو