د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازي د شنبه په ورځ ۷۸۰۴ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. طالبانو ویلي، چې د دغو کورنیو شمېر ۱۲۰۳ ته رسېږي، چې تر ثبت وروسته خپلو مېنو ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبه په ورځ (د وږي ۲۹مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د نن ورځي په راپور کې ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه د ستنو شویو افغان کډوالو سره یې مرستې او همکارۍ کړي دي.
دغه افغان کډوالو د هرات د اسلام کلا، د نیمروز د ورېښو، د کندهار د سپين بولدک، د ننګرهار د تورخم او د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته راغلي دي.
که څه هم طالبان له ستنو شویو افغان کډوالو سره د مرستې خبره کوي، خو دغه کورنۍ وایي، چې د سرپناه ترڅنګ د خوړو، روغتيا، کار او د ماشومانو د زده کړو په برخه کې لا هم پراخې ستونزې لري او دغه ډله ورته پاملرنه نه کوي.
د کډوالو په برخه کې نړۍوالو بنسټونو هم افغانستان ته د ستنو شویو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی او په وار-وار یې د مرستو او لاسنیوي ټينګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د کډوالو ادارو د شمېرو له مخې بیا د روان کال د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستان څخه ۱۶۸ زره او ۱۱۶ کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغو ادارو په دې اړه چې ایا دغه کسان په خپله خوښه تللي او که په زوره اېستل شوي څه نه دي ویلي.