لیکوال: عبدالغفور لېوال، د ایران لپاره د افغانستان پخوانی سفیر

د سیتي -ساکي قبیلو ګډوله یوچیان (کوشانیان) تر میلاد شاوخوا سل کاله وړاندې د افغانستان په شمال کې ځای پرځای شول او د پینځه‌ګونو قبیلو په تشکیلاتو کې یې نور ساکان او تاهیان (تخاریان) مخ په سهیل راټېل وهل.

دوی تر میلاد پورې د سلو کلونو په ترڅ کې له هیندوکوښه هم راپورې‌وتل او د بګرام، کپیشا (کاپیسا) او کوفو، کاپو (کابلستان) هوارې یې هم لاندې کړې. له ۴۰ م تر ۱۱۰ م زیږدي یې په دې جغرافیا لومړۍ کورنۍ د کدفیزسانو (کوجولا/کزولا / کجولا کدفیزس او ویما کدفیزس) تر نوم لاندې واکمن وو او دویمه کورنۍ یې تر یوې لس‌کلنې تشې و ګډوډۍ روسته د سترکنیشکا/ کانیشکا/ کنشکا په مشرۍ له ۱۲۰ میلادي څخه واک ته ورسېدل، چې بیا یې پاتې‌شونیو شاهزیو آن تر ۲۶۰ زیږدي پورې د هیندوستان ترشماله وړې و غټې واکمنۍ پسې وغځولې.

په دې ټوله دوره کې د افغانستان او شاوخوا سیمو لپاره تر ټولو مهم او ستراتيژيک اهمیت د ورېښمو لارې درلود، چې سرچینه یې د چین په ګډون د سیمې له هېوادونو رانیولې بیا د روم تر پراخې اېمپراتورۍ پورې رسېده.

د ویما کدفیزس پلار ختیځ ته تر اباسین او پخپله ویما تر شمالي هیندوستان پورې سیمې ونیولې.

کنیشکا یې د ګندهارا شاه او د شاهانو شاه نومولی و. ده دوه پلازمینې لرلې، د اوړي له خوا به د کاپیسي په بګرام کې و او د ژمي له خوا به «پورا شاپورا» یا ننني پېښور کې په واکمنۍ بوخت و. دواړه پلازمینې د کوشاني مدنیت او بودايي دین له مهمو مراکزو څخه وو.

د لومړیو کوشانیانو سیالي او رقابت له چیني واکمنو سره جدي او خونړی و، ځکه دواړو ځواکونو غوښتل د ورېښمو د لارې لویه برخه تر واک لاندې ولري. او پر دې لاره د واک له لارې یو بل ځانته تابع کړي.کله چې په ۷۸ زیږدي کې ویما کدفیزس واک ته ورسېد، چینایانو د اریانا له کوشانیانو ګواښ احساس کړ، دوی وار له مخه په ۷۳ زیږدي کې خپل نوموتی جنرال پان – چاو Pan- Chao لویدیځ لوري ته راخوځولی و، چې د ورېښمو د لارې د درې‌سره څانګو شاوخوا سیمې ونیسي. جنرال چاو سینکیانګ او ختن ونیول او ځان یې د کاسي‌غر (کاشغر) لمنو ته راورساوه. ده تر ۹۲ زیږدي پورې (کوچه) او (قره‌شهر) هم ونیول او مخامخ یې د ورېښمو لارې شمالي څانګې ته د چینایانو لاره ورپرانیسته. تاریخ لیکونکي فکر کوي، چې د چینایانو له دې پرمختګ سره د وریښمو لارې واک ان تر فرغانې او په بل اړخ کې تر خزر و د رومي اېمپراتورۍ ترختیزو پولو پورې ورسېد.

ویما کدفیزس د دې خوځښتونو په دلیل او اغېز پوهېده. اول یې د یوې معاملې وړاندیز وکړ، داسې چې په ۹۰ زیږدي کې یې ځان ته د چین د اېمپراتور لور وغوښتله او په دې سیاسي ریباري کې یې وغوښتل خپل ځواک هم د چین له اېمپراتور سره برابر وښيي. د ویما ریباران د چین دربار ته ونه‌‌رسېدل، ځکه په لاره کې د جنرال پان چاو له لښکرو سره مخ شول او هغوی په سپکاوي بېرته راوشړل. ویماکدفیزس چې خپل ریبار هیئت ته دغه سپکاوی ونه‌زغملای شو، نو اویا زره کسیز لښکر یې د پامیر (څونګ لینګLing -Tsung ) درې له لارېوروخوځول، چې د جنرال چاو مخه ونیسي. اریايي لښکر چې د واخان کوتل له لارې د ختیز پامیر لمنو ته ورسېده او په غالب ګومان د کاسي‌غره تر یارکند پورې وړاندې ولاړ د ژمي یخنۍ کې ګیر شو او سختې واورې و توپان تارپه تار کړ. یوازې څوزره کسان ستړي و ستومانه د پان چاو مخې ته ورغلل چې په اسانۍ سره وځپل شول، ویماکدفیزس ماته وخوړه او د چین اېمپراتور ته یې د منظم کلني باج ورکول ومنل.

ویما کدفیزس چې له دې اړخه دردېدلی و، ژر یې پام لویديځ ته واوښت او له رومي اېمپراتورۍ سره یې اړیکي جوړ کړل. کوشاني هیئت اول د «تراجان» دربار ته ولاړل او په ۹۹ زیږدي کې روم ته ورسېدل. رومیانو دا مهال د مدیترانې اسیايي څنډې نیولې وې او د ورېښمو د سوداګریزې لارې پر ارزښت خبر پوهېدل، په دې هم خبر ول، چې د دغې لارې لویه و ستراتيژيکه برخه لا هم د اریايي (کوشاني) اېمپراتورۍ په لاس کې ده.

د (سیلون لويي) د لیکنې له مخې له رومي اېمپراتورۍ سره د کوشانیانو انډیوالي داسې برید ته ورسېده، چې د اریايي سوداګرو کاروانونه تر مصر و شام پورې په ارامۍ تلل راتلل او کوشاني اېمپراتورۍ ورو ورو بایللی برم بېرته ترلاسه کړ. شاهنشاه کنیشکا د وريښمو د لارې د سوداګرۍ، بودايي فرهنګ‌پالنې او په خپلې اېمپراتورۍ کې د قبایلو د یووالي په مټ یوځل بیا د ورېښمو د لارې لویه برخه واک راخپل کړ او شمال‌ختیځ ته تر تبت او چیني تورکیستان پورې وړاندې ولاړ. د موسیو الفرد فوشې له نظره له بګرام او پېښور څخه د هیندوستان شمال، کشمیر، تبت، چیني تورکیستان، د منځنۍ اسیا لویه برخه، پارتیا او د خزر شاوخوا سیمې د دغه پاچا تر لاس لاندې وې او د دې ټولې پراخې جغرافیې مرکز بګرام و. د بګرام ستراتيژيک موقعیت هغه مهال دومره مهم ګڼل کېدل، چې دغې سیمې ته یې د خدای سیمه ویل او شاوخوا ولسونو فکر کاوه، چې کنیشکا د اسمان زوی دی...

د بګرام په چورلیز د چین او غرب اوسنۍ سیالي په عجیبه بڼه تکراریږي. روم په لرغونې زمانه کې د ټول لویدیځ د ځواک مرکز و، لکه اوس چې انګریز، لویدیزه اروپا او په سر کې یې امریکا د دغه ځواک تمثیل کوي. چین نن هم په سیمه کې د سوداګریزو لارو د پراختیا په هڅه بوخت دی او (د یوکمربند، یوه لار (One Belt One Roadستراتيژي یې د ورېښمو د لارې تاریخي بهیر بېرته راژوندی کوی. پخپله چینایان دې هڅې ته د نوې ورېښمو لارې نوښت وايي. لویدیځ د چین دغو هڅو ته وارخطا دی او ټولې سترګې بګرام ته دي.

د کوشاني اېمپراتورۍ د ژمي پلازمېنه پېښور هم د همدغې سیالۍ په اور کې سوزي او د نیابتي ډلو تر پښو لاندې زخمي دی.

د دوبي پلازمېنه بګرام د نړۍ د خبرونو سرټکی ګرځېدلی او هېوادمشرټرمپ د انګریزي لومړي وزیر ترڅنګ یې د بېرته نیولو خبر ورکوي.

چین وايي: هیڅکله به اجازه ورنه‌کړي چې امریکا بګرام ته لاس راوغځوي. یوازینی څه چې توپیر لري هغه د لرغونې اریانا په ځایناستي افغانستان کې د کنیشکا په شان د یوه پیاوړي ملي او ستراتيژيک واکمن تشه ده.

شاوخوا دوه زره کاله روسته دغه سیمې هماغه اهمیت ته رسېدلي دي، خو موږ یې په ارزښت خبر نه یو او نه پوهېږو چې څه روان دي او ولې روان دي؟

نور خبرونه

رادیو