رانا ثناالله: له افغانستان څخه پر پاکستان برید به پر سعودي عربستان برید وګڼل شي

۵ ساعتونه مخکې

د پاکستان د لومړي وزیر د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله ویلي، د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ له دفاعي تړون وروسته له افغانستان څخه پر پاکستان ترهګریز برید به نېغ په نېغه پر سعودي عربستان برید وګڼل شي.

رانا ثناالله د پاکستان د جیو نیوز په «جرګه» پروګرام کې وویل، «د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ د دفاعي تړون لاسلیکېدل زموږ د ازلي دوښمن هند لپاره یو ستر ګوزار دی.»

د ثناالله په وینا، د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ د لاسلیک شوي دفاعي تړون پر بنسټ، که تر دې وروسته پر سعودي عربستان برید وشي، نو هغه برید به پر پاکستان هم برید وګڼل شي او که پر پاکستان برید وشي نو نېغ په نېغه به پر سعودي عربستان برید وبلل شي او «په هغه ډول به ځواب ورکړل شي لکه څنګه چې د حق په جګړه کې د هند پر وړاندې د دفاع حق کارول شوی و.»

هغه همداراز په ډاګه وویل، له یاد دفاعي تړون وروسته که اوس له افغانستان څخه پر پاکستان ترهګریز برید وشي، نو دا به پر سعودي عربستان برید وګڼل شي او ځواب به یې هماغه ډول ورکړل شي لکه څنګه چې په حق جګړه کې هند ته ورکړل شوی و.

په ورته وخت کې هند په یو محتاطانه غبرګون کې اعلان کړی چې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیک دفاعي تړون پایلې به د خپل ملي امنیت، د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره وارزوي.

هند: د سعودي عربستان او پاکستان د ستراتیژیک تړون پایلې به وڅېړو | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، له سعودي عربستان سره دفاعي تړون یوازې دفاعي ماهیت لري او د هېڅ درېیم هېواد پر ضد نه دی. د دغه وزارت ویاند د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) زیاته کړه، دغه تړون د دواړو هېوادونو امنیت تضمینوي او پر بنسټ یې پر یو له دغو هېوادونو برید پر بل هېواد برید ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د تېرې چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د ګډ دفاع متقابل ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.

نور خبرونه

رادیو