د پاکستان دفاع وزیر: افغانستان یو متخاصم هېواد دی

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د اسلام اباد له مخالفو وسله والو د طالبانو پر ملاتړ، نیوکو سره افغانستان یو «متخاصم» هېواد وباله.

هغه د دواړو هېوادونو تاریخي مخینې ته په اشارې سره وویل، «افغانستان تر ټولو وروستی هېواد و چې پاکستان یې په رسمیت وپېژاند.»

خواجه اصف، د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز سره په مرکه کې یو ځل بیا وویل، افغان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد د ترهګریزو اقداماتو لپاره کارول کېږي.

نوموړي په ۸۰یمه لسیزه کې د پخواني شوروي او له ۲۰۰۱ کال را وروسته د امریکا په مشرۍ نړۍوال ماموریت ته په اشارې سره وویل، «موږ په افغانستان کې په دوو جګړو کې ښکېل شو. امریکا دواړه ځلي سیمه پرېښوده او موږ لا هم د هغو له پایلو څه طالبان، څه د تحریک طالبان پاکستان، څه د بلوڅ بېلتون پالو او نورو ډله سره لاس او ګرېوان یو.»

هغه زیاته کړه، «زموږ خلک هره ورځ قرباني کېږي، دغه وضعیت د هماغو دوو جګړو محصول دی. د کابل دولت(طالبان) په دې برخه کې بې ګناه نه دی، موږ د دغو ډلو په وسیله د هغوی له لوري له فشار او باج اخیستنې سره مخ یو.»

خواجه اصف همداراز وویل، «له ابهام پرته وایم: افغانستان یو متخاصم هېواد دی.»

نوموړي همداراز په ډاګه کړه، پاکستان خپلو عرب متحدینو ته په تمه دی چې د افغانستان له خاورې د وسله والو د بریدونو پر وړاندې غبرګون وښيي.

د پاکستان دفاع وزیر د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د نوم له اخیستو پرته ځينې داخلي سیاسي ګوندونه هم پر دې تورن کړل چې له طالبانو سره هم لاسي دي او په وینا یې «لاسونه یې د پاکستان د خلکو په وینو سره دي.» هغه زیاته کړه، «دا هغه موضوع ده چې پاکستان پکې باید شفاف واوسي او موږ په بشپړه توګه شفاف یو.»

اسلامي ناټو

د پاکستان دفاع وزیر د خپلو خبرو په یوې برخه کې د اسلام اباد او ریاض تر منځ ستراتیژیک دفاعي تړون ته په نغوتې سره وویل، «موږ په اسلامي نړۍ کې د ناټو په څېر د یوه تړون د جوړېدو غوښتونکي یو.»

د نوموړي په وینا، پاکستان له څلورو تر پنځو لسیزو راهیسې د سیمې د شرایطو له امله تر نورو ډېر زیانمن شوی دی.

اصف زیاته کړه، «زما په نظر، دا د سیمې او په ځانګړې توګه د مسلمان مېشتو هېوادونو اساسي حق دی چې په ګډه له خپلو خاورو او ملتونو دفاع وکړي.»

هغه همداراز ټينګار وکړ، چې له سعودي عربستان سره په شوي تړون کې هېڅ داسې څه نشته چې له پاکستان سره د نورو هېوادونو د ورته تړونونو مخه ونیسي.

خو طالبانو بیا تل د پاکستاني چارواکو دغه ډول څرګندونو ته چې ګواکې پاکستان له افغان خاورې په نښه کېږي رد کړي او دغه وضعیت یې د پاکستان داخلي ستونزه بللې ده.

نور خبرونه

رادیو