د بښنې نړۍوال سازمان: باید ملګري ملتونه د افغانستان د بشري وضعیت په اړه راپورونه واوري

۲ ساعتونه مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو د پرونۍ غونډې په اړه لیکلي، اوس یوه اصولي، پياوړي او بېړني اقدام ته اړتیا ده چې پر طالبانو فشار راوړل شي او داسې اقدام وشي، چې په هغه کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړل شي.

د بښنې نړیوال سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو د افغانانو او په تېره بیا د ښځو، نجونو او لږکیو حقونه تر پښو لاندې کړي. دغه ډول د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې وروستۍ زلزلې دغه وضعیت نور هم په ناورین اړولی دی.

د دغه سازمان په وینا؛ طالبان اوس هم ښځې د مرستندویه ټولنو او ملګرو ملتونو سره د کار کولو څخه راګرځوي. دغه ډول طالبانو په زلزله ځپلو سیمو کې هم ښځې له مرسته کولو او کار څخه منعه کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي، له ایران او پاکستان نه په ډله‌ییزه او جبري توګه د افغان کډوالو ظالمانه شړلو بهیر اوس هم دوام لري چې دغه کار د افغانستان ناورین نور هم پېچلی کړی.

په اعلامیه کې راغلي، چې څو ورځې مخکې د امنیت شورا ځينو غړو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د راپور اورولو مخالفت کړی و؛ خو باید دغه راپور واورېدل شي، باید امنیت شورا د هغو بنسټونو تازه معلومات واوري، چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو پر چارو تمرکز کړی وي.

د بښنې نړۍوال سازمان زیاته کړې، چې دوه کاله مخکې د امنیت شورا د رایو په اتفاق غوښتنه وکړه چې طالبان دې ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر حقونو بندیزونه لغوه کړي؛ خو طالبانو دغه کار و نه کړ، اوس د اصولو پر بنسټ داسې یوه پياوړي او بېړني اقدام ته اړتیا ده، چې د ټولو افغانانو حقونو او اړتیاوو ته په مانا لرونکي ډول ځواب وویل شي.

د بښنې نړۍوال سازمان داسې مهال د افغانستان د بشري حقونو په اړه اعلامیه خپروي، چې طالبانو تازه د نوري فایبر شرکت انټرنېټ بند کړی او په دې ډول یې د اقتصاد، ټولنیزو اړیکو، انلاین زده‌کړو او عامه خدمتونو بهیر ټکنی کړی دی.

نور خبرونه

رادیو