د غزني د ناور ولسوالۍ اوسېدونکو په شاوخوا دوه میلیونه افغانیو شخصي مالي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی دی. په دغه ښوونځي کې ۸درسي ټولګي، یو کتابتون او د اداري چارو کوټه شامل دي او په یو وخت کې ۴۰۰ زده کوونکي زده کړې پکې کولی شي.
د طالبانو د معارف وزارت ویلي، دغه ښوونځی چې «د شهید محمدحسن ښوونځی» نومېږي، د شاوخوا ۲میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد ښوونځی د ناور ولسوالۍ د چهار کلا کلي خلکو په مالي مرسته جوړ شوی او اوس یې رسمي فعالیت پیل کړی دی.
د وزارت په وینا، ښوونځی د څښاک اوبو صحي سیستم، مناسب چاپېریال او د زدهکوونکو لپاره په خوندي فضا سمبال دی.
تر دې وړاندې د بدخشان د شغنان، د دایکندي د شترلي، د غزني د جاغوري او همدارنګه د کاپیسا د نجراب اوسېدونکو د خپلو امکاناتو په مټ ښوونځي جوړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له نږدې څلورو کلونو راهیسې د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو بشپړ بندیز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، د افغانستان نږدې ۹۲سلنه وګړي د ښځو او نجونو د زدهکړو د بیا پیل غوښتنه کوي.

