د طالبانو استخباراتو په مزارشریف ښار کې څو اعتراض کوونکي نیولي دي

۷ ساعتونه مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په مزارشریف ښار کې څو اعتراض کوونکي نیولي دي. دغه خلکو د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو پر ضد لاریون کړی و. اعتراض کوونکو د طالبانو د هغه هڅې په غبرګون کې لاریون وکړ، چې غوښتل یې په دغه ښار کې د لیلامۍ هټۍ ونړوي.

سرچینې وایي، طالبانو لومړی د داود کلانتر په نوم یو معترض هټۍوال ونیوو او وروسته یې هغه نور هټۍوال هم یو په بل پسې ونیول، چې د داود د شفاعت او خلاصون لپاره ورغلي وو.

د مزارشریف اوسېدونکو د سې‌شنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) وویل، طالبانو غوښتل ځينې هټۍ ونړوي چې هټۍوالو یې مخالفت وکړ. د ځايي سرچینو په وینا؛ طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې له همدې هټیو مالیه اخیستې؛ خو اوس غواړي، چې له کومې خبرتیا پرته دغه هټۍ ونړوي.

ځينو هټۍوالو بیا پر دې خبره ټینګار کړی، چې دغه هټۍ د دوی څلوېښت کلن ملکیت دی؛ که طالبان یې نړوي؛ نو باید دوی ته د کار لپاره بل بدیل ځای ورکړي.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید وویل، چې دغه هټۍ د مرکز په امر په کابل کې داوطلبۍ ته وړاندې شوې او یو چا دغه قرارداد ګټلی دی؛ نو له همدې امله دغه هټۍ نړوي او پر ځای یې سوداګریز مارکېټ جوړېږي. ښاغلي زید زیاته کړه، چې د بلخ ځايي چارواکو له اعتراض کوونکو سره خبرې کړې چې هغوی قانع کړي.

په ورته وخت کې د بلخ د سوداګرۍ خونې پخواني غړي نسیم امیري افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه هټۍ د حج او اوقافو وزارت ملکیت دی چې تازه د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ له لوري یوه خصوصي شرکت ته د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره سپارل شوې دي.

خو اعتراض کوونکي وایي، چې طالبان باید د دغه هټیو تر نړولو مخکې د دوی د کسب او کار لپاره ورته بدیل ځای برابر کړي. د هغوی په وینا؛ د دغه هټیو په ویجاړېدو سره به سلګونه کورنۍ بې‌روزګاره شي. دغه هټۍوالو نږدې څلور لسیزې په همدې هټیو کې کار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو