په جرمني کې مېشتو افغانانو له دې هېواد څخه د طالبانو د استازو د اېستلو غوښتنه کړې

۲ ساعتونه مخکې

په جرمني کې مېشتو شاوخوا زرو افغانانو د انلاین غوښتنلیک په لاسلیکولو سره د دغه هېواد له حکومت، د بهرنیو چارو له وزارت او پارلمان څخه غوښتي، چې له طالبانو سره هر ډول رسمي تعامل او همکاري ودروي او د دې ډلې استازي له خپلې خاورې وباسي.

دغه غوښتنلیک چې په درېیو ژبو فارسي، الماني او انګلیسي خپور شوی، لاسلیک کوونکو ټینګار کړی چې د برلین او بُن په سیاسي استازولیو کې د طالبانو د استازو حضور «د ولسواکۍ او بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دی» او دا د جرمني د اساسي قانون او د ملګرو ملتونو د بندیزونو څرګنده سرغړونه بلل کېږي.
په دې بیان کې ویل شوي، چې د طالبانو استازي په هغې ډلې پورې تړاو لري چې «د بشري حقونو په پراخو سرغړونو، اعدامونو، شکنجو او له زده کړو او کار څخه د میلیونونو افغان ښځو او نجونو پر محرومولو» تورن دي.
لاسلیک کوونکو خبرداری ورکړی، چې په جرمني کې د هغوی حضور د «فعالانو، خبریالانو او افغان کډوالو پر ضد د ګواښ، وېرې او تاوتریخوالي» د زیاتېدو لامل شوی دی.
لاسلیک کوونکو د جرمني له حکومت څخه غوښتي، څو د طالبانو د استازو ډيپلوماټیک فعالیتونه ژر تر ژره ودروي، د دې پرېکړې په اړه هر اړخیزه حقوقي او امنیتي ارزونه ترسره کړي او په جرمني کې د افغان کډوالو له امنیت، شخصي حریم او انساني کرامت څخه ساتنه وکړي.
په دې غوښتنلیک کې راغلي: «له یوې ترهګرې ډلې سره رسمي همکاري او هغوی ته د سیاسي مشروعیت ورکول، غېرقانوني او غېراخلاقي عمل دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې جرمني تېره میاشت د افغان کډوالو د اخراج په برخه کې د طالبانو د همکارۍ په مقابل کې د دې ډلې دوه استازي ومنل.
په دې وروستیو کې د جرمني «تاګس‌شاو» خپرونې لیکلي، چې د کونسولګرۍ ودانۍ په حقیقت کې د ډېرو افغان سیاسي استازولیو لپاره په اروپا، کاناډا او استرالیا کې یو مهم ډیټا مرکز دی، چې د ۲۰۲۱ کال د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته یې د طالبانو د منلو څخه انکار کړی و. دغه ډیجیټلي مرکز د پاسپورټونو، د واده او زېږون اسنادو او د میلیونونو افغانانو رسمي مکاتباتو معلومات ساتي.
تاګس‌شاو خبرداری ورکړی، چې که طالبانو دې سرورونو ته لاسرسی پیدا کړی وي، ښایي د مخالفینو د کورنیو، مدني فعالانو او کډوالو معلومات د طالبانو استخباراتي ادارې ته ورکړي؛ هغه اداره چې په منظم ډول د نیوکه کوونکو خپلوان په افغانستان کې تر فشار لاندې نیسي.
د دې راپور پر بنسټ، د جرمني حکومت له میاشتو راهیسې د دې لېږد له ګواښونو خبر و. په دوو پټو لیکونو کې چې کاپي یې د ای‌ار‌ډي شبکې لاس ته رسېدلې، د افغانستان یو شمېر ډیپلوماټانو د ۲۰۲۵ کال په فبروري او جولای میاشتو کې خبرداری ورکړی و، چې طالبانو ته د بُن د کونسولګرۍ سپارل «کېدای شي په اروپایي هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو لپاره فاجعه‌راوړونکې پایلې ولري.»

نور خبرونه

رادیو