د قرغیزستان استازې: مونږ غواړو د افغانستان د ستونزو په کمولو کې عملي ونډه ولرو

۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د قرغیزستان استازې ایدا قسیمالیوا د نړۍوالې سولې او امنیت د ساتنې تر څنګ په سیمه‌ییزو همکاریو ځانګړی ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دغه هېواد غواړي د افغانستان د ستونزو د کمولو په برخه کې عملي ونډه واخلي.

نوموړې د هېوادونو ګډ کار د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره حیاتي وباله او د افغانستان د وضعیت په اړه یې هم څرګندونې وکړې او د دغه هېواد له خلکو سره یې د مرستو دوام ته اشاره وکړه.

هغې دغه راز زیاته کړه، چې قرغیزستان د افغانانو د بشري اړتیاوو په پوره کولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او غواړي چې د ستونزو د کمولو په برخه کې عملي ونډه واخلي.

ایدا قسیمالیوا وایي: «مونږ په افغانستان کې د شته حکومت(طالبان) ټولې کړنې له نږدې څارو په ځانګړي ډول د امنیت او مخدره توکو د کښت پر ضد چې د ټولې سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهمې دي.»

هغې وویل، دوی به د بشري مرستو د رسولو ترڅنګ د ظرفیت لوړونې لپاره د متخصصینو یوه ځانګړې ډله هم افغانستان ته واستوي.

د مېرمن قسیمالیوا په وینا، دا ډله به د افغان کارکوونکو او ادارو د مسلکي روزنې او وړتیاوو د لوړولو په برخه کې مرسته وکړي، څو د خدماتو کیفیت لوړ او د خلکو اړتیاوې په ښه ډول پوره شي.

د قرغیزستان استازې ټینګار وکړ، چې د افغانستان د ثبات او امنیت مسله یوازې د دغه هېواد نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره مهمه ده.

نوموړې وویل: «د ګډو هڅو له لارې کولای شو چې د بې‌ثباتۍ او ګډو ګواښونو پر وړاندې اغېزمن دریځ خپل کړو.»

ایدا قسیمالیوا په پای کې ډاډ ورکړ، چې قرغیزستان به د افغانانو د انساني اړتیاوو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د نړۍوالې ټولنې ترڅنګ به د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي.

نور خبرونه

رادیو