طالبانو په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې وغندلې او وايي، د ملګروملتونو مشر باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه وي او بې سنجشه توري ونه کاروي. انتونیو ګوترېش په افغانستان کې روان وضعیت «احمقانه» بللی دی.
ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل: «په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو په اړه قوانین اولارښونې د اسلامي شریعت پر اساس او له هغو سره مطابق دي.»
مجاهد زیاته کړه: «که څوک پخپله د شرعي قوانینو په اړه معلومات ونه لري دا د هغو خپله ناپوهي ده چې باید د نورو د تورنولو پرځای خپل معلومات بشپړ کړي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سې شنبې په ماښام په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې په دغه هېواد کې وضعیت بوږنوونکی او «احمقانه» دی.