د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي افغانستان ته د اخراج بهیر چټکوي

۲ ساعتونه مخکې

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبیرینټ ددغه هېواد پارلمان ته وویل، چې غواړي افغانستان ته د ستنولو بهیر ګړندی کړي.د کیڼ ګوند استازي دیتمار بارچ له افغان محلي همکارانو سره د دولت چلند ناسم وباله او ویې ویې، چې له طالبانو سره د اخراج پر سر خبرې د سیاسي تابو ماتول دي.

دوبیرینټ په بوندستاګ کې د خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې هغه غواړي په دوامداره او منظمه توګه مجرمان افغانستان ته واستوي. نوموړي وویل: «موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې دغه الوتنې په دوامدار، منظم او سم ډول مجرمان افغانستان ته بېرته ورسوي».

هممهاله، وزیر له طالبانو سره د اخراج په تړاو د شویو خبرو اترو دفاع وکړه، «موږ مجرمین او جدي مجرمین افغانستان ته استوو. دا کار د جرمني د خلکو د امنیت په ګټه دی».

هغه د زرغون ګوند دا تورونه رد کړل، چې ګني په خبرو اترو د طالبانو ملاتړ شوی.

دوبیرینټ وویل، څوک چې غواړي افغانستان ته د بیرته ستنونو پر وړاندې ودریږي، ښايي په جرمني کې د مجرمانو په ملاتړ منتج شي، خو دې خبرو د کیڼ اړخو او زرغون ګوند د استازو غبرګونونه وپارول.

د زرغون ګوند غړي لیون اکرټ د کورنیو چارو پر وزارت نیوکې وکړې، چې قانوني منل شوي پروګرامونه درول شوي، یا د افغان ځایي کارکوونکو انتقال د «بې پایه اوږدو امنیتي څیړنو» او «اداري خنډونو» له لارې ځنډول شوي.

د کیڼ یا دې لېنکه ګوند استازي دیتمار بارچ له افغان محلي کارکوونکو سره د دولت چلند ترټونکی وباله او ویې ویې، چې له طالبانو سره د اخراج پر سر خبرې د سیاسي تابو ماتول دي.

د دوبیرینټ د وزارت په وینا، د سپتمبر په پیل کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د نورو اخراجونو په اړه «تخنیکي» خبرې شوې. حکومت ټینګار وکړ چې دا په هیڅ ډول د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې په معنا نه دي.

نور خبرونه

رادیو