الجزیره: افغان راستنیدونکي د اقتصادي او اقلیمي بحرانونو سره مبارزه کوي

۳ ساعتونه مخکې

په اسلام کلا کې تېز بادونه، خاورو، دوړو، وچ چاپيريال او د تودخې لوړې درجې له کلونو وروسته د ستانه شویو کډوالو لپاره د وطن لومړۍ منظرې دي.

په افغانستان کې نازک اقتصاد له ایران او پاکستان څخه د ستانه شویو کډوالو د جذب توان نه لري.

الجزیرې ټلویزیون د پنجشنبه په ورځ په خپل یوه خبر کې ویلي، چې په اسلام کلا کې کډوالې کورنۍ په تنګو ځایونو کې سیوري ته ناست، ماشومان په دستمالونو خپلې څېرې له خاورو پاکوي او د مرستو په تمه انتظار باسي.

د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهيسې له پاکستان او ایران څخه له ۴ میلیونو زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي‌ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان شمېرې ښيې چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په کور دننه او بهر نږدې ۳۵۰ زره افغانان بې ځایه شوي

د خلکو دا پراخه کډوالي تر ډېره د خراب اقتصادي‌وضعیت او د اقلیم د بدلون د اغېز زیاتېدو سره تړاو لري.

په ایران کې هم افغانان یوازي لنډمهاله کارګر نه وه بلکي‌ د اقتصاد مهمه برخه و، چې په ودانیزو چارو، کرنې او تولیدي سکتورونو کې یې کارونه کول.

دوی چې اوس مهال افغانستان ته ستانه شوي د یو نامعلوم برخلیک او لویو ستونزو سره مخ دي.

مریم یوه کونډه ښځه له خپلو دوو ماشومانو سره یې شپږ کاله په ایران کې ژوند کړی اوس وايي: «زما هیڅ نه دي‌ پاتې، نه کور، نه کار او نه هم څوک چې مرسته راسره وکړي.»

مریم د پښتورګو ناروغي هم لري تر ټولو دردناک حالت یې دادی، چې د دې ۱۵ کلن زوی صادق ښوونځي ته د تګ پر ځای د کار په لټه کې وي.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال د پراختیایي راپور له مخې د افغانستان اقتصاد لا هم له نازک حالت سره مخ دی.

د راستنیدونکو لوی شمیر د بیکارۍ فشارونه زیات کړي دي، اټکل کیږي چې تر ۲۰۳۰ پورې به ۱.۷ ملیون نور ځوانان د کار لپاره بازار ته ننوځي چې لا دمخه له ګڼې ګوڼې ډک دی.

که چېرې د مهارتونو په پراختیا، پانګوالې او د کار په رامنځته کولو کې د پام وړ پانګونه ونه شي‌ نو ډېر خلک به بیا اړ شي چې کډوالۍ ته مخه کړي.

نور خبرونه

رادیو