د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره لیدلي او دواړو لوریو «ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خوا په یوه خپره شوې ګډه اعلامیه کې راغلي، چې دواړو مشرانو د لیدنې پر مهال د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د اوږدې او تاریخي ملګرتیا پر پراختیا ټینګار کړی.
اعلامیه زیاتوي، د پاکستان او سعودي اړیکې له نږدې اتو لسیزو راهیسې پر ورورولۍ، اسلامي یووالي، ګډو ستراتیژیکو ګټو او ژورې دفاعي همکارۍ ولاړې دي. د همدې اوږدمهالو اړیکو پر بنسټ، دواړو مشرانو «ګډ ستراتېژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړ.
دغه تړون د دواړو هېوادونو د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي، چې د خپلو خلکو امنیت خوندي کړي، د سیمهییزې او نړۍوالې سولې د ټینګښت لپاره ګډې هڅې وکړي او د دفاعي همکارۍ نوې لارې پرانیزي. د تړون په چوکاټ کې به د پوځي تجربو تبادله، ګډ روزنیز پروګرامونه، پرمختللې وسلې او د ګډو عملیاتو د همغږۍ پراختیا شامل وي.
د تړون یوه مهمه ماده دا ده، چې که پر هر یوه هېواد برید وشي، هغه به د دواړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي او دواړه لوري به په ګډه د دې برید د دفاع مسوولیت پر غاړه واخلي.
د پاکستان د لومړي وزیر محمد شهباز شریف په وینا، دا تړون د پاکستان او سعودي ترمنځ د اعتماد نوې مرحله ده، چې د دواړو هېوادونو ولسونه به د امنیتي ډاډ ترڅنګ د اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو نوي فرصتونه هم ترلاسه کړي.
د سعودي چارواکو بیا ویلي، چې د دې تړون عملي کېدل به د سیمې د ثبات او د ګډو ګواښونو پر وړاندې د قوي دېوال په توګه عمل وکړي.
د شنونکو په باور، دا تړون یوازې د دفاعي همکارۍ په برخه کې ګام نه دی، بلکې د پاکستان او سعودي عربستان اړیکو ته به یو نوی ستراتیژیک بُعد ورکړي، چې اغېزې به یې نه یوازې په سیمه کې، بلکې په نړۍواله کچه هم څرګندې شي.