په تبعید کې د افغان مېرمنو غورځنګ د ډېموکراسۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو بشري او اساسي حقونه په بشپړ ډول تر پښو لاندې شوي او په هېواد کې ډېموکراټیک ارزښتونه له منځه تللي دي.
یاد غورځنګ د سې شنبې په ورځ په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې نړۍ د ډېموکراسۍ د نړۍوالې ورځې او د خلکو د خپل برخلیک ټاکلو حق ته د درناوي نمانځنه وکړه، خو په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولو بشري او اساسي حقونو بېبرخې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبان ښځې د وګړیتوب له هویت څخه محرومې کړي او د ټولنیز، سیاسي او کلتوري ګډون حق یې ترې اخیستی دی.
د غورځنګ غړو د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې یو شمېر فعالانې او معترضې ښځې چې د طالبانو د ګواښونو له امله پاکستان ته تښتېدلې دي، اوس د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي.
د دې ترڅنګ، په ایران کې مېشتې افغانې ښځې هم له ورته ناوړه وضعیت سره مخ دي او د بشري حقونو د اصولو خلاف، له زدهکړې، درملنې او امنیت څخه محرومې پاتې دي.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي، چې طالبان ډېموکراسي او د خلکو واکمني د دیني ارزښتونو پر ضد ګڼي او د تېرو شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې یې له منځه وړې دي.