برېتانیا د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د درې میلیونه پونډو نوې مرستې اعلان کړې

۲ ساعتونه مخکې

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دغه هېواد به د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د درې میلیونه پونډو بېړنۍ مرسته وکړي. دغه مرسته د هغو ۱میلیون پونډو تر څنګ کېږي، چې دغه هېواد د روانې میاشتې پر ۱۱مه نېټه د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره اعلان کړې وې.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوېټ کوپر په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي: «په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې تر پېښېدو وروسته لا هم وضعیت سخت او کړکېچن دی او اوس چې د مرستندویانو لاسرسی لرې پرتو او سختو زیانمنو سیمو ته ممکن شوی، د تاوان او انساني مرګژوبلې اصلي کچه ورځ تر بلې روښانه کېږي.»

هغې زیاته کړې، له همدې امله برېتانیا پرېکړه وکړه چې نوې مرسته اعلان کړي، څو د هغو نړۍوالو مرستندویو بنسټونو ملاتړ وشي، چې په سیمه کې کار کوي. په دې کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق، د سرې میاشتې نړۍواله کمېټه، افغان اېډ او وار چایلډ ادارې شاملې دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه مرسته به د زلزله‌ ځپلو لپاره د روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، بېړنۍ سرپناه او همدارنګه د ښځو او نجونو د ځانګړي ملاتړ په برخه کې ولګول شي، چې پکې روغتیایي بستې او د مېرمنو لپاره ځانګړې صحي بستې چې دا بستې معمولا د ښځو لپاره د حفظ الصحې توکي (لکه د صفايي وسایل، صابون، کالي، ټوکر او نور ضروري توکي) لري هم شامل دي.

وزیرې کوپر ټینګار کړی: «د ژمي د رارسېدو په درشل کې دا ډېره مهمه ده چې ګډې هڅې وشي څو د دې ناورین له قربانیانو سره مرسته وشي.»

د یادولو وړ ده، چې د برېتانیا حکومت د روانې میاشتې پر ۱۱مه نېټه د افغانستان د زلزله‌ ځپلو لپاره د یو میلیون پونډو د مرستې اعلان کړی وو.

نور خبرونه

رادیو