انتونیو ګوترېش په افغانستان کې د طالبانو چارې «احمقانه» وبللې

۲ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سې شنبې په ماښام (د وږي ۲۵مه) په نیویارک کې په یوې خبري غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز په نیوکو سره وویل، چې په دغه هېواد کې د طالبانو چارې «احمقانه» دي.

انتونیو ګوترېش په دې خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د مرستو رسونې په برخو کې د ملګرو ملتونو په اړوند دفترونو کې د ښځو له کارونو مخنیوی به اړمن افغانان لاپسې وځپي.

د نوموړي په وینا، ملګري ملتونه له خپلو شریکانو سره پر دې کار کوي چې طالبان پر دې پوه کړي چې په بشرپاله چارو کې د افغان ښځو ګډون د افغانستان لپاره حیاتي دي او زیاتوي: «په دې سره به بشري مرستې په سمه توګه تر اړمنو ښځو او نجونو ورسول شي. اوسنی وضعیت د منلو نه دی.»

ګوترېش یو ځل بیا څرګنده کړه: «اوس مهال په افغانستان کې تر ټولو جدي ستونزه له بشري مرستو د ښځو او نجونو محرومول دي، دا ښځو او نجونو ته اجازه نه ورکول چې د مرستو په رسولو کې ګډون وکړي، د منلو وړ نه ده.»

د یادونې وړ ده، چې طالبانو شاوخوا لس ورځې مخکې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې په کابل او ولایتونو کې خپلو دفترونو ته له ننوتلو او کارځایونو ته له لاسرسي منع کړې او دغې چارې ګڼ تُند نړۍوال غبرګونونه راوپارول او یوناما هم ددغه سازمان پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه او یاد بندیزونه یې له طالبانو سره د شویو هوکړو خلاف وبللې.

نور خبرونه

رادیو