د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې د سې شنبې په ماښام (د وږي ۲۵مه) له بنګلهدېش څخه د ۸ منډو په توپیر خپله ماتې ومنله.
دغه لوبه نن ماښام په متحده عربي امارات کې د بنګلهدېش په توپ وهنې سره پیل شوه او بنګلهدېش د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې او افغان اتلانو ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
افغان اتلانو بیا په شلو اورونو کې اېله ۱۴۶ منډې جوړې کړې او بالاخره لوبه یې د ۸ منډو په توپیر بایلوده.
افغان اتلانو تر دې مخکې په اسیا جام سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
د یادونې وړ ده، چې افغان اتلان به د پنجشنبې په ورځ د دغو سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.