ملګري ملتونه: په افغانستان او سیمه کې د لوږې ستونزه د پراخېدو په حال کې ده

۱ ساعت مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال اجراییوي مشر کارل سکاو ویلي، چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د طبیعي ناورینونو، جګړو او نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله د لوږې ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي.

کارل سکاو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي: «موږ د یو بشپړ طوفاني حالت سره مخ یو، د خوراکي امنیت اړتیاوې په بې‌ساري ډول لوړې شوې، خو د بودیجې له کمېدو سره سره د(ډبلیو اېف پي) مالي سرچینې د ۴۰سلنې کسر سره مخ دي.»

سکاو ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د خوراکي اړتیاوو کچه درې برابره زیاته شوې ده. د هغه په خبره، روان کال په ځانګړې توګه د جګړو، سختو اقلیمي پېښو او مالي ستونزو له امله ډېر ستونزمن تېرېږي.

په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او وچکالۍ له امله میلیونونه خلک د خوراکي توکو له شدید کموالي سره مخ دي. په پاکستان کې هم وروستیو سېلابونو د میلیونونو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی.

د ملګرو ملتونو د دې چارواکي په وینا، د خوړو نړۍوال پروګرام هڅه کوي د ټولنو د ځان‌بسیايۍ پروګرامونه پیاوړې کړي، له نویو سرچینو مرسته ترلاسه کړي او د هرې ممکنې لارې د مرستو د اغېز زیاتولو هڅه وکړي.

خو هغه خبرداری ورکړ، چې که نړۍوال تمویل بېرته لوړ نه شي، نو په راتلونکو میاشتو کې به په ډېرو هېوادونو کې د خوراکي مرستو کمښت د بېوزلو خلکو پر ژوند ویجاړونکي اغېز ولري.

نور خبرونه

رادیو