د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې خپرې شوې مقاله کې ویلي، چې لومړي وزیر شهباز شریف په بنو کې د وژل شویو پوځیانو د جنازې په مراسمو کې په څرګند ډول افغان طالبانو ته وویل، چې باید د پاکستان او TTP ترمنځ یو غوره کړي.
وروستۍ پرېکړه به څه وي؟ طالبانو سره محدود تعامل او که د اړیکو پرېکون.
ډان ورځپاڼه لیکي چې لومړي وزیر شریف ویلي، افغان طالبان دې یا له اسلاماباد سره همکاري وکړي او په خپله خاوره کې د «ټي ټي پي» او نورو ترهګرو ډلو پټنځایونه له منځه یوسي او که د دغو ډلو د فعالیت زمینه برابروي، نو د سیمې له ادغام او رسمي پېژندنې چانسونه به له لاسه ورکړي.
په مقاله کې لیکل شوي، چې پاکستان په تېرو څو اوونیو کې د «ټي ټي پي» او نورو وسلهوالو ډلو د زیاتېدونکو بریدونو له امله درنه پوځي او ملکي مرګژوبله لیدلې ده؛ یوازې په وروستیو عملیاتو کې لسګونه امنیتي ځواکونه او وسلهوال وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د بېلګې په توګه، د شمال لوېدیځ سیمو په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۱۹پاکستاني سرتېري وژل شوي او د دوی په ګډو عملیاتو کې ګڼ شمېر وسلهوال هم وژل شوي. دې وضعیت د اسلاماباد غوسه راپارولې او پر طالبانو یې بېباوره کړی دی.
ډان ورځپاڼه وایي، افغان طالبانو له خپلې خوا پر پاکستان تور لګولی چې د افغانستان په ځینو ولایتونو (ننګرهار او خوست) کې هوایي بریدونه ترسره کوي، چې ملکي مرګ ژوبله لري؛ اسلاماباد بیا دغه تورونه ردوي او وايي دا د طالبانو د داخلي نیمګړتیاوو پټولو هڅې دي. دواړو لوریو تر منځ په دې موضوع کې د حقیقت پر څرنګوالي اختلاف دوام لري.
افغان طالبانو په بیا بیا ویلي، چې دوی د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو ملاتړ نه کوي؛ خو د ملګرو ملتونو، څېړنیزو ادارو او استخباراتي څېړنو راپورونه ښيي، چې د «ټي ټي پي» او نورو وسلهوالو ډلو فعالیتونه په افغانستان کې ثبت شوي دي او ځینې وختونه ورته خوندي پټنځایونه هم برابر شوي دي، په ځانګړې توګه څېړنې او د څارنې راپورونه د دغو ډلو د نفوذ او تګ راتګ شتون تایید کړی.
په مقاله کې راغلي، چې پاکستان څو ځله د خبرو او سفرونو له لارې هڅه کړې طالبان قانع کړي؛ د بهرنیو چارو وزیر او لوړپوړي پلاوي کابل ته تللي او د ګډو اقداماتو غوښتنه یې کړې ده. په همدې لړ کې د چین منځګړیتوب او د سیمې د همغږۍ نوښتونه هم شامل وو.
د ترهګرۍ ضد همغږي هڅې د درې واړو هېوادونو تر منځ د مشورو یوه برخه وې، چې موخه یې طالبان رسمي خبرو ته راوستل او هغوی ته د ترهګرۍ پر ضد د عملي ګامونو د اخیستو د زمینې برابرول وو، خو تر اوسه دغه میکانیزم د پام وړ او ثابتې پایلې نه دي لرلي.
په عین حال کې اسلاماباد د وسلهوالو پر ضد په ځینو مواردو کې له وینا تېر شوی او په افغانستان دننه کې یې هوايي او ځانګړي پوځي اقدامات ترسره کړي، دا یو داسې عمل وو چې طالبان یې په ځینو ځایونو کې د ملکي مرګ ژوبلې لامل بولي او د دواړو لوریو تر منځ یې ترینګلتیا لا زیاته کړې ده.
ډان ورځپاڼه زیاتوي، چې د «ټي ټي پي» او د افغان طالبانو تر منځ ځینې نظریاتي او ایډیولوژیکي ګډې رېښې شته، چې دا حقیقت د دواړو ډلو د بېلابېلو کړنو د ټینګښت او هم نظرۍ دلیل ګڼل کېږي. که افغان طالبان غواړي له سیمې او نړۍ سره پراخې اړیکې او د رسمي پېژندنې فرصتونه ولري، باید د داسې ډلو پر وړاندې ثابته پرېکړه وکړي او د خپلې خاورې د یوې امنې سیمې په توګه وړاندې کولو تضمین وکړي. ملګري ملتونو او څارونکو څو ځله خبرداری ورکړی چې د تروریستي ډلو شتون د افغانستان نړۍوال تصویر خراب کړی دی.
د ډان ورځپاڼې په مقاله کې راغلي، چې پاکستان باید له طالبانو سره محدودې، څارل شوې او شرط لرونکې ډیپلوماتیکې اړیکې وساتي او په همدې حال کې سیمهییز او نړۍوال فشار په ځانګړې توګه د چین د منځګړیتوب له لارې طالبانو ته باید واضیح پیغام ورکړل شي چې د ترهګریزو ډلو پر ضد جدي اقدام لازمي دی.
د کورني امنیت د لا پیاوړتیا لپاره اسلاماباد ته پکار ده چې د سرحدي امنیت، استخباراتو او ګډو عملیاتو موثریت لوړ کړي، ترڅو د ترهګرو نفوذ او تګ راتګ کم شي. د دې ترڅنګ پر کورنیو او ولسي امنیتي سیستمونو باید تمرکز ډېر شي، نه یوازې پر هوایي بریدونو اتکا.
د سیمې هېوادونه (چین، ازبکستان، تاجکستان او نور) کولای شي د شمولیت لپاره یو ګډ چوکاټ وړاندې کړي، طالبانو ته تشویقي بنسټونه برابر کړي او په بدل کې یې د ترهګرو ضد عملي ګامونه وغواړي؛ همدارنګه د سوداګریزو او ترانزیتي بندیزونو او محدودیتونو هدفمند استعمال وکړي څو د غېرقانوني فعالیتونو اقتصادي لړۍ ګډوډه شي.
ډان ورځپاڼه لیکي، پاکستان باید د سنجول شویو شواهدو او د څیړنې له لارې نړۍوالو او سیمه ییزو شریکانو ته په منظمه توګه هغه شواهد وړاندې کړي، چې د دغو ترهګریزو ډلو عملیات له کومو سرچینو سازمان مومي، دا کار به د نړۍوالې همکارۍ بنسټ قوي کړي.
پر طالبانو د فشار زیاتول ښایي هغوی لا سختدریځ کړي، چې دا به د پاکستان دننه وضعیت نور هم خراب کړي او نورو ترهګرو ډلو ته به هم هڅونه وکړي. که پاکستان بشپړ قطع روابط وکړي، دا ښایي طالبان په ننګرهار او نورو سیمو کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ ته مجبور کړي او سیمه به لا له پیوستون څخه وګرځي چې دا به د بېثباتۍ پراخېدل، د کډوالۍ ستونزه، اقتصادي زیان، سوداګریزو بندیزونو او احتمالي پوځي مقابلې سبب وګرځي، چې د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره ستر تاوان دی.