د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) د کابل پوهنتون په یوه فراغتغونډه کې له افغان ځوانانو وغوښتل، چې له افغانستان څخه د تېښتې هڅه ونکړي او د اروپا او لندن فکرونه پرېږدي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د بې وزلۍ او بېکارۍ او همداراز پر ولس د محدویتونو د لګولو ګراف لوړېږي او اوسنی ټول نظام ملا او طالب محوره دی، خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له افغان ځوانانو غواړي چې په هر حالت کې افغانستان کې پاتې شي.
ندا محمد ندیم ځوانانو ته په خطاب کې زیاتوی: «حوصله پیدا کړئ که ۵ میاشتې او یا یو کال درته کار نه پیدا کېږي.»
ندیم ټولو افغان ځوانانو ته په خطاب کې یو ځل بیا وویل: «له افغانستان څخه د تېښتې هڅې مه کوئ، د اروپا او لندن افکار پرېږدئ ځوانانو، په دې ممالکو کې تاسو لپاره خیر نشته.»
د یادونې وړ ده، چې د کابل پوهنتون له ۷۵ څانګو ۲ زره او ۱۰۰ زده کړیالان فارغ شول او دغه کسان به هم په دولتي ادارو کې د کار نه موندنې له امله د امکان په صورت کې شاقه کارونو او یا مساپرۍ ته مخه کړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ډېری لوستي او نا لوستي افغان ځوانان د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره مرګونو او قاچاقي لارو ته مخه کوي، چې ډېر کم یې مقصد ځای ته رسېږي او ډېری یې بېرته راستنول کېږي او ځينې یې بیا په لارو او اوبو کې مړه کېږي.