پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی او ترې غوښتي یې دي، چې له تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) سره دې خپلې اړیکې پرې کړي او د دې ډلې د لهمنځه وړو په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي کړي.
پاکستان خبرداری ورکړی چې که افغان طالبان دا کار ونه کړي، نو دا به «دښمني» وګڼل شي.
اسلام اباد خپله دا غوښتنه په یاد هېواد کې د طالبانو سفیر احمد شکیب ته ویلې چې طالبانو ته یې ورسوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ طالب سفیر احمد شکیب احضار کړی و. نوموړي ته په ښکاره وویل شول چې چې افغان طالبان باید ډاډ ورکړي چې افغان خاوره د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي.
تر دې مخکې هم د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له طالبانو غوښتي و چې «زموږ او ټيټيپي ترمنځ باید یو وټاکی.» د شهباز شریف دغو څرګندونو څخه څو ورځې تېریږي خو طالبانو یې ځواب نه دی ورکړی.
پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی چې د طالبانو سفیر د دې لپاره احضار شوی و چې په دې وروستیو کې "فتنه الخوارج" ترهګرو فعالیتونو کچه لوړه شوې ده، د دوی په وینا دغې ډلې افغانستان کې پنا اخیستي چې د هند د استخباراتي ادارې له خوا تمویلیږي او ملاتړ یې کیږي.
تمه کېږي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان به د دې اوونۍ په پای کې د لوړپوړو چارواکو له یوه پلاوي سره کابل ته سفر وکړي او هلته به له طالبانو سره د وروستیو پرمختګونو او دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
صادق خان به د پاکستان د مشرتابه له لوري یو جدي پیغام د افغانستان پلازمېنې چارواکو ته ورسوي. نوموړی به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره هم وګوري.