ټرمپ: ځینې طالبان اوس هم د نشه‌يي توکو له کاروبار څخه ګټه اخلي

AP ۱۴۰۴ وږی ۲۵

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې افغانستان د څو نورو هېوادونو ترڅنګ اوس هم د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاقو مرکز دی. ټرمپ کانګرس ته په خپله کلنۍ بیانیه کې ویلي، چې د طالبانو ځینې غړي اوس هم د نشه‌يي توکو په کاروبار کې لاس لري او له دې لارې ګټه ترلاسه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان، بولیویا، برما، کولمبیا او وېنزویلا د هغو هېوادونو په کتار کې یاد کړل، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو تړونونو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ټرمپ کانګرس ته په یوه استول شوي لیک کې کاږلي:« که څه هم دغه هېوادونه له نشه‌يي توکو سره په مبارزه کې پاتې راغلي او په دې اړه یې نړۍوال تړونونه نه دي مراعت کړي؛ خو بیا هم له دغه هېوادونو سره مرستې د امریکا په ګټه دي.»
په بیان کې راغلي، که څه هم طالبان وایي چې د نشه‌يي توکو پر کاروبار یې بندیز لګولی؛ خو بیا هم په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید او زېرمه کول دوام لري.
متحده ایالاتو دارنګه په افغانستان کې د متامفتامین د تولید له پراختیا خبر ورکړی دی.

په بیان کې راغلي، چې د دغه نشه‌يي توکو کاروبار د نړۍوالو جرمي او ترهګرو ډلو مالي سرچینه ده. بیان زیاتوي، چې د طالبانو ځینې غړي اوس هم له دې لارې ډېره ګټه کوي:« زه یو ځل بیا افغانستان ځکه د دغه هېوادونو په نوملړ کې شاملوم، چې په ښکاره ډول له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی دی.»

د سپنې ماڼۍ د اعلامیې له مخې؛ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو پاتې راتلل د امریکا متحده ایالتونو ګټو او نړۍوال امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.

د تېر جمهوریت پر مهال په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې امریکا او نورو هېوادونو له افغانستان سره ډېرې مرستې کولې؛ خو تر ۲۰۲۱کال وروسته دغه مرستې صفر ته رسېدلې دي.

ځينې هېوادونه اوس هم په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې مرسته کوي؛ خو دغه مرستې د یوناما له لارې د نادولتي ټولنو له‌خوا لګول کېږي.

اوس چې ټرمپ بیا د مرستو اعلان کړی د دې شونتیا شته، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره هم مرسته وکړي؛ خو کارپوهان وايي، چې د امریکا له‌خوا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل د دغه مرستو پر وړاندې ستر خنډ دی.

نور خبرونه

رادیو