د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال ښاغلي اندریکا راتوت په غور ولایت کې د شاوخوا ۹۰۰ کلن پخواني جام منار څخه لیدنه کړې او ټینګار یې کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د دغه تاریخي میراث د ژغورنې لپاره سملاسي اقدام وکړي او د لهمنځه تلو مخه یې ونیسي.
انډریکا راټوټ د دغه سفر پرمهال د ملګرو ملتونو له استازو او سیمهییزو چارواکو سره د یاد منار د ساتنې په اړه خبرې کړې دي. هغه ویلي:« دغه تاریخي منار نه یوازې د افغانستان د فرهنګي شتمنۍ برخه دی؛ بلکې د نړۍوالې ټولنې لپاره هم ارزښتناکه میراث ګڼل کېږي، چې ژغورنه یې زموږ ګډ مسوولیت دی.»
انډریکا راټوټ ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید له ځنډ پرته د دغه ۹۰۰ کلن تاریخي منار د زیان رسېدو او لهمنځه تلو ګواښ مخه ونیسي؛ څو دغه میراث راتلونکو نسلونو ته خوندي پاتې شي.
جام منار چې د ۱۲مې پېړۍ په منځ کې جوړ شوی او شاوخوا ۶۵ متره لوړوالی لري، د اسلامي فن او معمارۍ بېسارې بېلګه ګڼل کېږي. د جام لرغونی ځای په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د لومړي نړۍوال میراث په توګه وپېژندل شو. همدارنګه د منار د ساتنې د ناسم حالت او د لوټ کېدو د پایلو له امله، دا د یونسکو د نړۍوال میراث په نوملړ کې ثبت شو.
د ملګرو ملتونو د فرهنګي میراث ساتنې ادارې (یونسکو) لهخوا پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې، دوامداره هڅې او نړۍوال ملاتړ د جام منار د اوږدمهاله ساتنې لپاره اړین دي.

