د ایران د ښوونې او روزنې وزارت تازه خپلو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې په هېڅ صورت کې باید د کډوالو ماشومانو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د زدهکړې لړۍ ونه درېږي. دغه وزارت خپلو څلورو ولایتونو ته امر کړی، چې له زدهکړو پاتې کډوال ماشومان دې بېرته ښوونځیو کې شامل کړي.
د ایران د ښوونې او روزنې وزارت په یوه نوي مکتوب کې د سیستانبلوچستان، فارس، قزوین او قم د ښوونې ریاستونو ته امر کړی، چې د هغو بهرنیو ماشومانو نومونه ثبت کړي چې له زدهکړو پاتې شوي دي.
په دغه مکتوب کې چې د یاد وزارت د نړۍوالو چارو او بهرنیو ښوونځیو د مرکز رییس محمد سلیمي لاسلیک کړی راغلي، چې د رهبرۍ د عمومي تګلارو او د ښوونیزې شورا د پرېکړې له مخې هېڅ کډوال ماشوم باید له زدهکړو پاتې نهشي.
په یادې لارښوونه کې ښوونځیو ته ویل شوي، د هغو بهرنیو زدهکوونکو نومونه ثبت کړي چې تېر کال یې زدهکړې کړې وې او همدارنګه ښوونځي مکلف دي چې د هغو ماشومانو نومونه هم ومني چې د اقامت قانوني اسناد لري.
د هغو ماشومانو په اړه چې اسناد نهلري ویل شوي، چې ښوونځي باید هغوی د بهرنیو وګړو د چارو دفترونو ته معرفي کړي؛ څو د «ښوونیز ملاتړ پاڼه» ترلاسه کړي. د مکتوب له مخې؛ دغه پرېکړه د دې لپاره شوې، چې د کډوالو ماشومانو د زدهکړې پوښښ بشپړ شي او هېڅ ماشوم له ښوونځي پاتې نهشي.
یاد وزارت ټینګار کړی، چې د یادو څلورو ولایتونو چارواکي باید د دغه پرېکړې پلي کولو ته جدي پام وکړي. د یادونې ده، چې په ایران کې هر کال د نویو ښوونیزو کلونو په پیل کې د افغان او نورو بهرنیو ماشومانو د نوملیکنې ستونزې راپورته کېږي؛ خو د ښوونې وزارت چارواکي بیا ټینګار کوي، چې «زدهکړه د ټولو ماشومانو حق دی او هېڅ ماشوم باید له دې حقه بېبرخې نهشي».

