ملګرو ملتونو په افغانستان کې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د دوامداره مرستو غوښتنه کړې

۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat)استازې سټیفني لوس په افغانستان کې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د دوامداره مرستو غوښتنه کړې ده. هغې ویلي:« اقلیمي بدلون موږ ټول اړ باسي، چې سملاسي اقدام وکړو؛ څو کورنۍ وکولای شي خوندي ژوند ولري او راتلونکی یې پیاوړی شي.»

سټیفني لوس د اقلیمي بدلون په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دفتر (UN_STFA) د ملاتړ له امله مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د زیانمنو کورنیو لپاره دوامداره مرسته او ملاتړ اړین دي. هغې زیاته کړې: «کورنیو ته د خوندي ژوند او فرصتونو برابرول او هغوی د راتلونکو ننګونو پر وړاندې پیاوړي کول، زموږ مسوولیت دی.»

هغې دا هم روښانه کړه، چې اقلیمي بدلون د خلکو ژوند ته جدي ګواښونه پېښوي او نړۍواله ټولنه باید په ګډه د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره سملاسي ګامونه پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو