په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو رییس عزیز الرحمان مهاجر ویلي، چې د یاد ولایت له ښار څخه ۷۵۰ رواني ناروغان راټول او د درملنې لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوي دي.
د هغه په وینا؛ په دغه ناروغانو کې ښځې او نارینه دواړه شامل دي.

