جرمني افغان کډوالو ته د بیامېشتېدو پروګرام پرېښودو په بدل کې د پېسو د ورکړې وړاندیز کړی

۵ ساعتونه مخکې

د «اېر بریج کابل» مرستندویه شبکې چارواکو ویلي، د جرمني حکومت هغو افغان کډوالو ته چې د بیامېشتېدو پروګرام په چوکاټ کې پاکستان ته انتقال شوي وړاندیز کړی چې که له دغه پروګرام نه لاس واخلي؛ نو مالي مرستې او نور امتیازات به ترلاسه کړي.

یاد افغانان چې شمېر یې شاوخوا ۲زره ښوول شوی، د جرمني د پخواني حکومت له‌خوا د کډوالو د ځانګړي پروګرام لپاره منل شوي وو؛ خو له هغه وروسته چې مېرڅ د ۲۰۲۵کال په مئ میاشت کې د لوموړي وزیر په توګه واک ته ورسېد، د بیا مېشتېدو پروګرام وځنډول شو او د دغه افغانانو قضیې بندې پاتې شوې.

د «اېر بریج کابل» په وینا؛ دغه کډوالو ته د جرمني له لوري یو لیک استول شوی، چې که دوی په جرمني کې له بیا مېشتېدو پروګرام نه وتل ومني؛ نو مالي مرستې او نور امتیازات به ترلاسه کړي.

د لیک له مخې؛ یوه پېغله کولای شي په پاکستان کې ۱۵۰۰یورو ترلاسه کړي او که افغانستان یا بل هېواد ته ولاړه شي؛ ۵۰۰۰یورو مرسته به هم ورسره وشي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې د یادې موضوع پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه وړاندیزونه «په خپله خوښه د بېرته ستنېدو پروګرام» برخه دي. نوموړې ویلي: «کډوالو ته دا امکان ورکول کېږي، چې په خپله خوښه افغانستان یا بل درېیم هېواد ته ولاړ شي.»

د جرمني دغه پروګرام په اصل کې هغو افغانانو ته ځانګړی شوی و، چې له جرمني ځواکونو سره یې کار کړی او د طالبانو له‌خوا له ګواښ سره مخ دي؛ لکه خبریالان، وکیلان او د بشري حقونو فعالان. خو د «اېر بریج کابل» استازې اېوا بایر ویلي، د دوی په معلوماتو کې هېڅ یو افغان د جرمني دغه وړاندیز نه‌دی منلی. نوموړې زیاته کړې، ډېری کډوال د دغه پرېکړې له امله نهیلې شوي دي.

یادې ادارې د یوه افغان کډوال پیغام شریک کړی، چې په‌کې راغلي:«زه پیسو ته اړتیا نه لرم، زه یوازې دا غواړم چې خوندي ژوند وکړم.» یاده دې وي، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د هغو افغانانو پر ضد د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

د راپورونو له مخې؛ د تېر دوبي پر مهال له ۲۰۰ ډېر افغان کډوال چې د جرمني د بیامېشتېدو پروګرام برخه وو، افغانستان ته شړل شوي دي. که څه هم د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په سپتمبر میاشت کې ویلي و، له پاکستان سره داسې «تفاهم» شوی چې د کال تر پایه به په دغه پروګرام کې شامل کسان نه نیول کېږي او نه هم افغانستان ته اېستل کېږي؛ خو د «اېر بریج کابل» د معلوماتو له مخې، د اکتوبر په وروستیو کې بیا هم د دغې ډلې ۱۷ افغانان د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

دغه بنسټ زیاتوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو پوځي نښتو د افغانانو وضعیت لاکړکېچن کړی. د جرمني حکومت په تازه لیک کې منلې، چې د بیا مېشتېدو پروسه باید د ۲۰۲۵ کال تر پایه بشپړه شي؛ خو ورسره یې څرګنده کړې چې ښایي ټولې قضیې پر وخت بشپړې نه‌شي.

سره له دې د بیامېشتېدو پروګرام یوشمېر افغان کېس لرونکو د جرمني حکومت پر ضد محکمې ته شکایت کړی. د راپورونو له مخې؛ ۱۴افغانان تېره پنجشنبه د همدې حقوقي پرېکړې له لارې جرمني ته انتقال شوي دي.

نور خبرونه

رادیو