د طالبانو سفیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم پر کمېدو اندېښنه ښودلې

۲ ساعتونه مخکې

په اسلام کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له ځینو مشرانو سره په لیدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د حجم کمېدو او د سوداګریزۍ په برخه کې د خنډونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

دواړو لوریو په سوداګرۍ کې د شته ستونزو پر حل ټینګار کړی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند جګپوړي غړي او د پاکستان د اساسي قانون د ژغورنې تحریک عمومي سکرتر اسد قیصر نن سې شنبه د (وږي ۲۵مه) په خپل اېکس کې لیکلی، چې د نوموړي په بلنه په اسلام اباد کې د طالبانو سفر سردار احمد شکیب د هغه کور ته ورغلی و.

په دې ناسته کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د اساسي قانون د ژغورنې تحریک مشر محمود خان اڅکزي هم حضور درلود.

په دې لیدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.

اسد قیصر د طالبانو د سفیر په حواله لیکلي، چې هغه ومنله دا ستونزې د جمهوریت پرمهال هم وې.

دوی همدراز زیاتوي دواړه لوریو په دې ټینګار وکړ چې چمتو دي د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او همکارۍ په روحیه کار وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان کال د جنګاښ په میاشت کې اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې.

نور خبرونه

رادیو